د لاس رسي وړ اتصالات

هند: د انرژۍ په برخه کې ۴۰۰ میلیاردو ډالرو ته ضرورت شته


هند: د انرژۍ په برخه کې ۴۰۰ میلیاردو ډالرو ته ضرورت شته
هند: د انرژۍ په برخه کې ۴۰۰ میلیاردو ډالرو ته ضرورت شته

د هند یو لوړ رتبه چارواکی وايي چې د هند د انرژۍ په برخه کې د کمبودۍ د له منځه وړلو دپاره د میلیاردو ډالرو پانګه اچونې ته ضرورت شته. نوې ډیلۍ د کورنیو کمپنیو نه تمه لري چې په دې ملک کې د انرژۍ نوي فابریکې جوړې کړي.

متن: د هند د انرژۍ د چارو وزیر اوما شنکر وايي چې هند د راتلونکو ۶ کلونو دپاره ۴ ساوه میلیاردو ډالرو ته ضرورت لري چې د انرژۍ په برخه کې ددغه ملک مخ پر زیاتیدو ضروریات پوره کړي.

د هند د انرژۍ ضروریات ډیر دي، په دې ملک کې په میلیونو کورنۍ برېښنا ته لاس رسی نلري، تر دې چې غټ ښارونه لا د برېښنا د کمښت سره په دوامداره توګه مخامخ دي ، په تیره بیا د دوبي په موسم کې، دغه کمښت د هند اقتصادي وده چې ۹ په ۱۰۰ کې ده، سوکه کړې.

دا په داسي حال کې ده چې هند ویلي دي د برېښنا په برابرولو کې به خپل وروستي ټاکل شوي هدف ته په وخت ونرسیږي. هند څو ځلي د برېښنا د فابریکو په جوړولو کې خپل ټاکل شوي هدف ته په رسیدو کې شاته پاته سوی دی.

رګو رام چې د هند د صنعت په کانفیدراسیون کې د انرژۍ د برخې پخوانی سلاکار دی وايي چې دغه ستونزه به د خصوصي سکتور د غټو پانګه اچونو په مرسته حل شي. رګورام داسي وايی،،د تیر ۲۰ کلونو په ترڅ کې مونږ هیڅکله په دې نه یو توانیدلي چې خپل ضروریات په سمه توګه پوره کړو. خو اوس ښه والی دا دی چې خصوصي سکتور صحنې ته راننوزي او په دې سره به ښايي په دې برخه کې په راتلونکو ۳ یا ۴ کلونو کې یو څه بدلون راشي،،.

د یادونې وړ ده چې تمه کېږي چې د هند د ۴۰۰ میلیاردو ډالرو د ضرورت وړ پانګه اچونې نیمايي د خصوصي سکتور له خوا وشي. په پام کې ده چې د ۴ زره میګاواټو د برېښنا فابریکې جوړې شي چې دا لومړۍ ځل دی چې په دې قوت فابریکې په هند کې جوړېږي.

په هند کې خصوصي سکتور وروسته له هغه نه د برېښنا په برخه کې پانګه اچونې ته مخه زیاته کړه چې د ملک د پانګه اچونې په قوانینو کې یو لړ اصلاحات راغلل او خصوصي سکتور ته د دې زمینه مساعده شوه چې په مستقیمه توګه د مشتریانو سره معامله وکړي.

د انرژۍ د برخه پوانی سلاکار رګورام بیا وايي چې د خصوصي سکتور دپاره دا یوه ډیره ښه موقع ده. هغه داسي وايي،، د اوس نه وروسته به خصوصي سکتور پرته له شکه په ښه توګه د انرژۍ د تولید په چارو کې دخیل شي. په دې برخه کې یو غټ مارکیټ مخ پر وده دی،،.

د یادونې وړ ده چې په هند کې د انرژۍ د تولید د کمښت له امله پر اقتصادي وضعې باندي اغیزه شوې ده او حکومت پر خصوصي او بهرنیو پانګه اچونکو باندي غږ کوي چې نوي بندرونه جوړ کړي، نوي سړکونه او د اورګاډو پترۍ جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG