د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې ایالتي انتخابات پیل شوي


په هند کې په میلونونو کسان نن د اسام او لویدیځ بنګال په ایالاتونو کې په انتخاباتو کې برخه اخلي چې نوي ایالتي حکومتونه وټاکي.

په دې دوو ایالتونو کې انتخابات د څو ایالتي انتخاباتو لومړۍ پړاو دی چې تر شپږو اونیو پورې به روان وي. په دې ایالتي انتخاباتو کې به د هند حاکم، بهارتیا جنتا ګوند محبوببیت معلوم شي چې تېرکال یې په څو ایالتونو کې ماتې وخوړله.

په هغو دوو ایالتونو کې چې د دوشنبې په ورځ انتخابات په کې کیږي د بي جي پي د ګوند دپاره د اسام ایالت چې د هند په شمال ختیځ کې موقعیت لري ډیر اهمیت لري. د بي جي پي ګوند هیله لري چې په دې ایالت کې د کانګرس د ګوند څخه مخکي شي.

په دې ایالت کې چې د چای د مزرعو په خاطر مشهوره دی، په دې ورستیو کې قومي شخړې زیاتې شوي دي. حاکم بي جي پي ګوند ژمنه کړې چې د سیمه ایزو خلګو او قومونو ملاتړ به وکړي او د غیرقانوني مهاجرت مخه به ونیسي.

د نوي ډیلۍ د انکشافي ټولنو د مطالعاتو د مرکز څخه د سیاسي چارو مبصر سنجې کمار وايي چې په اسام ایالت کې بری به د بي جي پي ګوند مورال ډير قوي کړي.

هغه داسې وویل" د بې جي پي ګوند پر وړاندې غټ آزمایښت پروت دی. مونږ باید ددې انتخاباتو تاریخچې ته وګورو. ددې انتخاباتو مخکي د بي جي پي ګوند په ډیلي او بیهار کې بده ماته وخوړله."

سره له دې چې د لویدیځ بنګال په ایالت کې د بي جي پي ګوند په سیاسي لحاظ منزوي دی او دومره نفوذ نلري خو بیا هم د بي جي پي د نوي تګلارې پر اساس دغه ګوند غواړي چې د خپلو قوي سیاسي سنګرونو ترڅنګ په نورو سیمو کې هم حضور او نفوذ ولري.

په اسام او لویدځ بنګال،، دواړو ایالتونو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي او انتخابات به څو ورځې ادامه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG