د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په جنوب کي د اورلوبو د شیانو د جوړولو په یوه فابریکه کي د یوې چاودني په وجه لږترلږه ٥٢ کسه مړه شوي دي.


رومانیہ میں سورج غروب ہونے کا ایک خوبصورت منظر، ہزاروں پرندے اپنے دانہ چگ کر ٹھکانوں کی جانب لوٹ رہے ہیں
رومانیہ میں سورج غروب ہونے کا ایک خوبصورت منظر، ہزاروں پرندے اپنے دانہ چگ کر ٹھکانوں کی جانب لوٹ رہے ہیں
د هند په جنوب کي د اورلوبو د شیانو د جوړولو په یوه فابریکه کي د یوې چاودني په وجه د اور په لمبو کي لږترلږه ٥٢ کسه مړه شوي دي.

چارواکي وایي چي دا چاودنه پرون د چهارشنبې په ورځ د تامیل نادو د ایالت په ( سیوا کاسي ) کي د اورلوبو د سامانونو په فابریکه کي شوې ده. په دې پېښه کي نور پنځوس تنه زخمي شوي دي.

ځایي مطبوعاتو رپوټونه ورکړي دي چي د چاودنی په وخت په دې فابریکه کي تقریبا ٣٠٠ تنو کار کاوه او ځینو خلکو چي کوشش یې وکړ نور له اورنه وژغوري په خپله په دې اور کي ستي سول.

په دې فابریکه کي د اورلوبو ډیر زیات سامانونه او کیمیاوي مواد موجود وواو له یونیم کیلو مترو واټن نه یې د تور دود لوخړي لیدل کیدلې.

ددې چاودني علت لا سمدستي نه دی معلوم شوی.
XS
SM
MD
LG