د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې محکمې د سونیا ګاندي ضمانت ومانه


د هند یوه قاضي د مخالفي مشري سونیا گاندي او د هغې د زوی راهول گاندي لپاره د ضمانت غوښتنه منلې ده. دوی دواړه په دې تورن دي چې د گوند د بودجې نه یې د یوې ورځپاڼي د دارایي نه ناوړه استفاده کړې وه.

دا پریکړه د نوي ډهلي په یوه محکمه کې چې کلک امنیت یې نیول شوی و، پرون د شنبې په ورځ په څو دقیقو کې وشوه، او قاضي د کانگرس د گوند د مشرې سونیا گاندي او د هغې د زوی راهول گاندي ضمانت چې د هر یوه د پاره٧٥٠ ډالره و، بېله کومو شرایطو منظور کړ.

د هند د ډیري مشهوري سیاسي کورنۍ دغه دوه غړي د هغو تورونو په ارتباط محکمې ته حاضر شوي وو چې د کانگرس د گوند د بودجې نه ناوړه استفاده شوې وه او په هغې سره د ٣٠٠ملیون ډالرو په ارزښت د یوې ورځپاڼي شتمني او دارایي اخیستل شوې وه.

کله چې د محاکمې نه وروسته سونیا گاندي د محکمې د تالار څخه را ووتله، د کانگرس د گوند په سلگونو غړو د خوښۍ نارې وهلې. سونیا گاندي وویل چې " په پاک وجدان راغلې ده "

هغې حکومت په دې وغانده چې " په قصدي توگه سیاسي مخالفین په نښه کوي او د دې هدف د پاره د حکومتي ادارو نه کار اخلي." هغې وویل چې "مخالفین به د داسي اقداماتو نه ونه ویریږي."

سونیا گاندي د هغو لسو کالو په موده کې چې د هند د کانگرس گوند په قدرت کې و، د هغه هیواد ډیره قوي سیاستمداره وه. مگر دغه گوند تیر کال په ملي انتخاباتو کې ډیره سخته ماته وخوړه.

د هند د بهارتیا جنتا د گوند یوه مشر، سبرامانیام سوامي په ٢٠١٢م کال کې د سونیا گاندي او د هغې د زوی په خلاف د غبن او فساد دوسیه ترتیب کړه، مگر دا دوسیه تیر کال وروسته له هغه د دلچسپۍ وړ وگرځیده چې یوې محکمې دوی دواړه ور وغوښتل چې د دې تورونو ځواب ووایي.

دې قضیې د کانگرس د گوند او د حاکم بهارتیا جنتا د گوند تر منځ اختلافات زیات کړي دي. د کانگرس غړو د څو ورځو د پاره پارلمان شنډ کړی او د قوانینو د منظوریدو مخه یې نیولې وه.

راهول گاندي چی د کانگرس د گوند د رئیس مرستیال دی، په صدراعظم مودي باندي له دې کبله انتقاد کړی دی چې غلط تورونه لگوي.

هغه وایي " دی او د کانگرس گوند به تسلیم نه شي، دوی به د خوارانو او ضعیفانو لپاره خپلي مبارزې ته دوام ورکړي، او یو انچ به لا هم شا ته نه شي."

د نهرو ـ گاندي کورنۍ څه د پاسه پنځوس کاله، د هغه وخت را هیسي چې هند خپلواکي اخیستې، په هند باندي حکومت کړی دی.

XS
SM
MD
LG