د لاس رسي وړ اتصالات

هند د خپلواکئ په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړ


هند د خپلواکئ په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړ

هند د خپلواکئ په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړ

د هند صدراعظم من موهن سنگه د یکشنبې په ورځ د خپل ملک د خپلواکۍ د ٦٣ کلیزي په مناسبت د خبرو په وخت کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې تر هغو د اړیکو د بیا پیلیدلو خبرې ورسره نه کوي چې د پاکستان خاوره د هند پر ضد د تروریزم لپاره استعمالیږي.

په نوی ډیلی کې په تاریخی بالاحصار کې په رسمي مراسمو کې سنگه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یاغیان چې غواړي د هند نه بیل شی یا د پاکستان سره یو ځای شي وهڅول چې وسلې په ځمکه کیږدي او خبرو ته چمتو شی. ده وویل کشمیر د هند یوه برخه ده.

صدراعظم هندیان وهڅول چې د مذهب، ایالت، طبقې او ژبې په نامه تبعیضونه پریږدي. ښاغلي سنگه ټولو اتباعو ته وویل چې د هند د زغم عنعنه پیاوړې کړي.

د یکشنبې په ورځ په هند کې امنیت ټینگ نیول شوی ؤ چې د کوم احتمالي حملې مخه ونیسي.

د خپلواکۍ په ورځ په اسام کې د وسپنې د ریل گاډي تگ او راتگ بند ؤ.

XS
SM
MD
LG