د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د اسلامي شریعت په اساس د ونډو بازار


په هند کې د اسلامي شریعت په اساس د ونډو بازار
په هند کې د اسلامي شریعت په اساس د ونډو بازار

په هند کې د کمپنیو د ونډو شاخصونه چې د اسلامی شریعت سره اړخ لگوي د مسلمانانو لپاره د پانگه اچونې فرصتونه برابرکړي دي. که څه هم په هند کې اکثریت یې هندوان دي خو د نړی پرتله د مسلمانانو لوی جمعیت په دغه هیواد کې اوسیږي.

د هند د ونډو بازار په دې وروستیو کلونوکې ډیره زیاته وده کړېده. خو د ونډو راکړه ورکړه د مسلمانانو لپاره ستونزې لرلی ځکه د اسلامی شریعت لخوا دغه سیستم ناروا دی، ځکه شریعت په هغو کمپنیو کې چې مخدره مواد لکه شراب او تمباکو خرڅیږی یا بانکي ربح وضعه کوي پانگې اچولو ته اجازه نه ورکوي.

اوس د ممبۍ په بازارونو کې د ونډو په شاخص کې هغه ونډې په گوته کیږي چې د اسلامي شرعې قوانینو سره ټکر نه کوي. دغه ونډې په ممبۍ کې د یوې اسلامي مالي کمپنۍ په ذریعه پیژندلې کیږي.

په دغه کمپنۍ کې د څیړنې اود عملیاتود څانگې امر شارق نثار په خبره چې وايي دغه اسلامی شاخصونه به مسلمانانو لپاره دا امکان برابر کړي چې خپلې پیسې د ونډو په بازار کې په کار واچوي بې له دې چې د پانگه اچونې له لارښونو نه سرغړونه وکړي.

نثاروايي: "دا به د هند مسلمانانو ته بازارونه پرانیزي. مونږ کولی شوداخلی پانگه اچونکو ته دغه فرصت برابر کړوترڅودوی خپلې پیسې په کار واچوي او په عین حال کې د خپل دیني اصولو پابند هم واوسیږي. ډیر شمیرمسلمانان وو چې کولای شول چې خپلې پیسې د ونډو په بازارونو کې په کار واچوي، او گټې ترې واخلي. اوس دغه فرصت برابرشوی دی چې پخوا نه ؤ."

د ونډو حالت به هره میاشت وڅیړل شي او دا به معلومه کړي چې د اسلامي قوانیو سره اړخ لگوي که نه. د ممبۍ د ونډو په بازار کې ډیرې داسې کمپنۍ شته دي لکه د ریلاینس د صنایعو لویه کمپني چې دې نه به گټه واخلي.

په هند کې ١٥٠ ملېونه مسلمانان اوسیږي. دوی د ملک د ١٣ په سلو کې نفوس جوړوي. خو ډیر شمیر څیړنې داسې ښودلي چې ددوی ډیر غټ شمیرد مالي رسمی سکتور نه په دې سبب محروم وو چې اسلامی شریعت ورته اجازه نه ورکوله.

نثار وايي چې پخوا د مسلمانانو لپاره داسې یوه روزنه نه وه موجوده. نثار وايي: "دا خلک اکثراً خپلې پیسې ترخپل سرلاندې په بالښتونو کې ساتل، یا دا چې ورباندې سره یا سپین زراو یا دا چې ځمکه او کورونه اخیستل."

نوی شاخص به همدارنگه مسلمانان دې ته وهڅوي چې په منځني ختیځ یا نورو هیوادونو کې چې غواړي د هند د چټکې اقتصادې ودې نه گټه پورته کړي، پانگه اچونه وکړي.

XS
SM
MD
LG