د لاس رسي وړ اتصالات

تندر او بریښنا په هند کې څه دپاسه تنه٧٠ وژلي دي


ارشیف: د هند د گواهاتي په سیمه کې تندر او بریښنا
ارشیف: د هند د گواهاتي په سیمه کې تندر او بریښنا

هندي چارواکي وایي د هند په ختیځ او شمال کې د موسي اورښتونو په ترڅ کې د تندر او بریښنا له امله لږ تر لږه ٧۴ کال وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې په شمالي ایالت بیهار کې ۴٦ تنه مړه شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي. همداشان په اتراپردیش ایالت کې ٢٢ تنه په ورته پیښه کې مړه شوي دي.

د بیهار ایالت د طبیعي پیښو مسؤل ویاس جی، وویل چې دغه ایالت به هغو مصیبت ځپلو کورنیو ته ۵۹۰۰ ډالر ورکړي چې د تندر او بریښنا په نتیجه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.

هندي مقاماتو اندیښنه څرگنده کړې چې کیدای شي د لېرې پرتو سیمو څخه د رپوټونو په رارسیدو سره د مرگ ژوبلې شمیره نوره هم اوچته شي.

په هند کې هر کال د مونسون په موسم کې چې سخت بارانونه اوري د تندر او بریښنا له وجې مرگ ژوبله رامنځ ته کیږي چې اکثر قربانیان یې بزگران وي.

په هند کې اتیا په سلو اورښت د مونسون په فصل کې رامنځ ته کیږي چې د جون څخه تر سپتمبر میاشتې پورې دوام کوي.

په افغانستان کې هم په عمومي توگه په دښتو او د غرونو په لمنو کې تندر او بریښنا پیښیږي خو قربانیان یې تر ډیره حده څاروي او کله ناکله شپانه هم وي.

XS
SM
MD
LG