د لاس رسي وړ اتصالات

سوداگري د هند او مالیزیا د اړیکو د بنسټ ډبره ده


هند له چین نه وروسته، د مالیزیا تر ټولو ستر تجارتي شریکباڼی دی.
هند له چین نه وروسته، د مالیزیا تر ټولو ستر تجارتي شریکباڼی دی.

مودي: 'د هند او افغانستان خلاف چې دوامدارې ترهگریزې هڅې روانې دي، هغه موږ ته د دې ستونزې نړیوال خطر څرگندوي.'

د هند اومالیزیا ترمنځ دوه اړخیز کنفرانس د دواړو هیوادونو ترمنځ د لوړو معېاری پروژو او سوداگرۍ د لا زیاتوالي لپاره جوړ شوی و، خو نن سبا د نړۍ وال افراطيت او جگړه مارۍ سیوری په هرو دوه اړخیزو او څو اړخیزو عالي غونډو باندې غوړېدلې دی؛ په تېره د پاریس له بریدونو نه ورو سته چې ١٣٠ تنه پکې ووژل شول.

ښاغلي مودي وویل وروستي پرله پسې ترهگریز بریدونه چی په څو هېوادونو کې وشول، او همدارنگه د هند او افغانستان خلاف هم چی د ترهگر ۍ دوامدارې هڅې روانی دي، موږ ته د دې ستونزې نړۍ وال خطر څرگندوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په دې ترڅ کې د دې لپاره د مالیزیا د صدراعظم نجیب رزاق د مشرتابه ستاینه وکړله چې په خپل هېواد کې ېې له افراطیت او رادیکالیزم سره مبارزه کړې ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي وایي "... تاسو د اسلام رېښتوني ارزښتونه په ډاگه کړي دي. په دې توگه تاسې په هغو هڅو کې ډېره ستره ونډه اخیستې ده چی ددغو ستونزو په وړاندې، په نړۍ واله کچه کېږي".

د هند صدراعظم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ماليزیا کفایت او درایت د بیخ بنايي کارونو په برخه کې وستایه. هغه د دواړو هیوداونو ترمنځ د لوړو معیاري پروژو او په عصري ټکنولوژۍ سنبال ښارگوټو د رغونې په برخه کې د مالیزیا د لا زیاتې پانگونې او همکارۍ هیله څرگنده کړله.

ښاغلي مودي زیاته کړله چی ددواړو هیوادونو ترمنځ د پانگونی او سوداگرۍ اړیکی نورې هم پراخېدلی او زیاتېدلی شي.

هند غواړي چی د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړې دوه اړخېزې همکارۍ نه چې د اسین د توافقاتو پر بنا منځته راغلې ده گټه واخلي.

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق ښاغلی مودی ته د مالیز یا د همکاریو ډاډ ورکړ او ددې مرستې ډاډ ېې هم ورکړ چی د افراطيت خلاف مبارزه کې به ورسره مرسته کوي.

د مالیز یا صدراعظم نجیب رزاق په ځواب کې وویل "... موږ به له یوبل سره ډېره نیژدې همکاري وکړو چې له تشدد نه ډک افرا‍طیت او ترهگرۍ ته ماتې ورکړو. په پاریس کې به د اوبو اوهو ا د بدلون په کنفرانس کې هم په گډه هڅې وکړو چی یوه معامله وکړو، خو په دې شرط چې په هغې کې د مخ په انکشافو او پرمختللو هېوادونو گټې په نظر کې نیول شوې وي."

د مالیزیا او هند ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو موجودیت د دواړو هېوادونو د دوه اړخېزو اړیکو لپاره د بنسټ ډبره ده.

مالیزیا د اسین په هیوادونو کې د هند دریم ستر تجارتي شریکباڼی هیواد دی.

همدارنگه هند له چین نه وروسته، د مالیزیا تر ټولو ستر تجارتي شریکباڼی دی.

د هند او آسین هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ کچه د ٢٠١۴ نه تر ٢٠١٥ پورې له ٧٦ ملیارد ډالرو نه لوړه وه.

XS
SM
MD
LG