د لاس رسي وړ اتصالات

د هند راکټي ازموینې دومره غبرګون راونه پاروی


د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ریپوت ورکوي چې د هند تازه راکټي آزموینې چې کولای شي چې تر بیجینګ پوري اټمي وسلې انتقال کړي د نړۍ په کچه حتی په چین کې یې لا دومره غبرګون را ونه پاروی. هند دا آزموینه د شمالي کوریا د ناکامې آزموینې څو ورځې وروسته وکړه.

په غبرګون کې بدلون دا په ډاګه کړه چې نړۍ اوس هند ته د یوه باثباته او مسول اټمي قدرت په سترګه ګوري په داسي حال کې چې د شمالي کوریا پر ضد انتقاد کوي.

په هند کې د دفاعي چارو یو کارپوه راهول بیډي وايي چې موضوع د وسلې نه ده بلکې د دې ده چې وسله د چا په لاس کې ده. نوموړي زیاته کړه چې شمالي کوریا یو غندل شوی هیواد دی. ددغه هیواد سابقه چې نړیوالې اټمي موافقې یې تر پښو لاندي کړي دي، ټولو ته په ډاګه ده. هند په دې برخه کې د یوه مسول هیواد په توګه مطرح شوی دی.

د پنجشنبې د ورځې د ازموینې وروسته د نړۍ چوپتیا دا په ډاګه کوي چې هند د اټمي پروګرام په برخه کې څومره د نړۍ په کچه منل شوی دی.

وروسته له هغه نه چې هند په ۱۹۷۴ کال کې خپلې اټمي وسلې و ازمویلې، امریکا پرې د څه کم ۲۵ کلونو دپاره بندیزونه ولګول خو په ۲۰۰۸ کال کې یې د هند سره د ملکي اټمي انرژۍ موافقه لاس لیک کړه چې په لړ کې یې دغه هیواد د یوه رسمي اټمي هیواد په توګه په رسمیت وپېږندی.

XS
SM
MD
LG