د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د توغندي د آزموینې په اړه د پاکستانیانو غبرګون


هند پرون د پنجشنبې په ورځ د یوه نوي توغوندي چي اټومي کوپړۍ لیږدولی شي شي، د کامیابي آزمویني اعلان وکړ او په دې سره هغه هیواد اوس د اول ځل د پاره ددې قابلیت پیدا کړ چي د چین د بیجینگ او شانگهاي په ښارونو باندي به حملې کولای شي.

دا د هند د هغو هلو ځلو د پاره چي سیمه ایز او نړۍ وال طاقت شي، د پرمختگ یو خاص گام دی.

د پاکستان د کراچي د ښار ځینو خلکو ددې اعلان د اوریدلو نه وروسته شک او مایوسي څرگنده کړه.

( طالب احمد ) چي په یوه بانک کي کار کوي وویل چي « هند باید د سولي خبري وکړي او د سولي د پاره کار وکړي. ددغي آزمویني نه وروسته به هیڅ کوم هیواد په سوله کي ژوند ونه کړي. »

یوه بل سړي چي خپله هندی دی او ( مظهر حسین ) نومیږي وویل چي « زما په نظر تاسي نه شئ کولای چي کوم ملک دداسي آزموینو د کولو نه منع کړئ. » هغه وویل « دا غوره ده چي څوک خپله دفاع تقویه کړي. او دا بې ځایه ده چي د نورو نه وغوښتل شي چي څه باید وکړو او څه باید ونه کړو.»

د ( آگني پنځه ) په نامه دغه توغوندی چي ٥٠٠٠ کیلو متره واټن وهلای شي اوس هم د آزمویلو یوې بیټرۍ ته ضرورت لري او مخکي له دې چي د هند وسله تون ته ورسول شي باید چي د اداري او دفتري جنجالونو یا بوروکراسۍ خنډونه یې لیري شوي وي. مگر د هند چارواکو د هغه آزمویل وستایل او هغه یې ددې ثبوت وباله چي هند اوس د نړۍ د ډیرو قوي او د هغو هیوادونو په ډله کي راغلی دی چي په ساینس کي یې زیات پرمختگونه کړي دي.

له بلي خوا په کراچي کي یوه پاکستاني ژورنالیست ( قیصر محمود ) وویل چي د هند ددغه توغوندي کامیابه توغول متقابل عکس العمل را پیدا کولای شي. هغه وویل چي « پاکستان هم د اوږده واټن د توغوندیو په جوړولو اخته دی او شاید په دې برخه کي به تر هند هم وړاندي لاړ شي. »

XS
SM
MD
LG