د لاس رسي وړ اتصالات

هند وايي د ممبۍ د بریدونه مشکوک کس یې نیولی


د ریپوټونو له مخې هندي پولیسو د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال تروریستي بریدونو یو مشکوک کس نیولی دی. د هند د پریس ترست خبري آژانس وايي چې پولیسو سید ذبیح الدین چې د لشکر طیبې غړی دی نیولی دی. هند پر دغې ډلې باندي تور لګوي چې پر دغه هېواد باندي یې د ۲۰۰۸ کال تروریستي بریدونه تنظیم کړي وو.

یادشوی آژانس وايي چې پولیسو ذبیح الدین درې کاله تر تعقیب لاندي نیولی وو او تیره اونۍ یې هند ته د خلیج د یوه هیواد نه د رسېدو سره سم ونیوی.

په ریپوټ کې راغلي دي چې د ممبۍ د حملې پر وخت ذبیح الدین په پاکستان کې وو او لس سره برید کونکو ته یې د ټلفون له لارې هدایت ورکوی چې پر عصري هوټلونو، د اورګاډي پر ستیشن او د یهودانو پر مرکز باندي بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG