د لاس رسي وړ اتصالات

هند د پاکستان پخواني جمهور رئیس ته د ویزې ورکولو نه انکار کړیدی


هند د پاکستان پخواني جمهور رئیس ته د ویزې ورکولو نه انکار کړیدی
هند د پاکستان پخواني جمهور رئیس ته د ویزې ورکولو نه انکار کړیدی

هند د پاکستان پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف ته د ویزې د ورکولو نه انکار کړیدی. مشرف پلان درلود چې د هند پایتخت نوې ډهلې او د هغه هیواد یو شمیر نورو غټو ښارونو ته سفر وکړي.

هندي چارواکو د دې خبرې تائید کړیدی چې د پاکستان پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف ته د ویزې ورکولو نه انکار شویدی خو دا یې ندي ویلي چې د ویزې نه انکار په کوم دلیل شویدی.

پرویز مشرف ته بلنه ورکړل شوې وه چې په هغه سیمنار کې خبرې وکړي چې په نوې ډهلي کې د مسلکي سوداګرو لخوا جوړ شوی ؤ.

د بهرنیو اړیکو ځيني څارونکي پدې باور دي چې هند دا نه غواړي چې د ښاغلي مشرف په روانو سیاسي هڅو کې مرسته وکړي ځکه چې د هغوي په باور دا کار به د پاکستان ملکي حکومت ته غلط پیغام واستوي. په نوي ډهلې کې د ستراتیژیکو اړیکو یو تن کارپوه بهارت کانارد پدې اړه داسې نظر لري.

" مشرف دا خبرداری ورکړیدی چې بیرته به پاکستان ته ستون شي او خپل سیاسي فعالیت به پیل کړي او د هند حکومت هم دهغه د سیاسي هڅو په پراخولو کې چندانې علاقه نلري."

نوی ډهلي همدارنګه د ښاغلي مشرف په هغو تازه څرګندونو باندې په غصه ده چې ویلي دي هندوستان د پاکستان د بلوچستان په ایالت د ګډوډۍ مسؤلیت لري او همدرانګه هندوستان دا هڅه کوي چې داسې یو افغانستان جوړ کړي چې د پاکستان ضد وي.

پرویز مشرف په هغه وخت کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ؤ کله چې دواړه هیوادونه په کال 1999 میلادي کې د څلورم ځل لپاره پخپلو منځونو کې جګړې کولو ته نږدې شوي وو. خو کله چې هغه وروسته د ملک پوځي مشر او جمهور رییس شو د هند سره یې د سولې لاره غوره کړه او په همدې سره په کشمیر کې د دواړو سیالانو تر منځ د اوربند په سر تړون وشو.

XS
SM
MD
LG