د لاس رسي وړ اتصالات

هند پخپل اتومي پروګرام ۱۵۰ میلیارده ډالر لګوي


د تامل نادو په ایالت کې د هند یوه اتومي بټۍ

د تامل نادو په ایالت کې د هند یوه اتومي بټۍ

هند نن د چارشنبې په ورځ دا تائید کړه چې راتلونکی کال د ویسټنګ هاوس الیکټریک کمپنۍ سره د شپږو اتومي بټیو د جوړیدو موافقه نهایي کوي.

د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې د ویسټنګ هاوس کمپنۍ به دغه اتومي بټۍ په راتلونکی کال کې د ګجرات په ایالت کې چې د صدراعظم نریندرا مودي پلرنی ایالت دی، جوړي کړي.

دغه هیواد پلان لري چې د اتومي بریښنا په پروګرام 150 میلیارد ډالر مصرف کړي.

هند همدارنګه ویلي دي چې د فدرالي حکومت کابینې د دروسیې په همکارۍ د دوولس نورو بټیو پلان منظور کړی او د سون مواد به یې د استرالیا نه وارد شي.

هند پلان لري چې تقریباً شپیته اتومي بټۍ جوړې کړي او پدې سره به دغه هیواد د چین نه وروسته دویم ستر هیواد شي چې زیاته اتومي بریښنا به ولري.

دغه هیواد کوښښ کوي چې هوا ته د کاربن د خپریدو او د نړۍ د تودوخي د مخنیوي لپاره د تیلو نه کار اخیستل کم کړي. په همدې خاطر دغه هیواد چې اوس پنځه زره اووه سوه او اتیا میګاواټه اتومي بریښنا تولیدوي، کوښښ کوي چې دغه اندازه 63 زره میګاواټو ته پورته کړي.

XS
SM
MD
LG