د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان موافقه وکړه


د هند او پآکستان د کرکټ لوبډلې سبا په دغه میدان کې سیالۍ ته وځي.

د هند او پآکستان د کرکټ لوبډلې سبا په دغه میدان کې سیالۍ ته وځي.

هند اوپاکستان په دې موافقه کړېده چې د دواړو هیوادونو تر منځ د ترهگرﺉ د مسایلو په برخه کې یوه مستقیمه تېلېفوني رابطه ټینگه وي.

رپوټ وايي چې د دواړو هېوادونو چارواکیو د خپل منځي رسمی خبرو اول پړاو تکمېل کړ.

له 2008 مېلادی کال راهېسی چې د مومبئی ترورېستی حملی شوېدی دا اول ځل دی چې دوی په خپل منځ کې رسمی خبری کوی.

په هغه گډه اعلامیه کې چې په نوي ډیلي کې د سه شنبی په ورځ خپره شوله دواړو خواو ویلي چې دوی به د پاکستان او هندوستان د بهرنېو چارو د وزیرانو ترمنځ مستقیمه تیلیفوني رابطه ټېنگه کړي.

هغوی به دترهگری د گواښونو په مقابل کې له یو بل سره ډیر ژر خپل معلومات شریکوي.

پاکستان، اصولا له دې سره موافقه وکړله چې د هند یوې تحقیقاتي ډلگۍ ته اجازه ورکړي چې د ممبئی د بریدونو په باب تحقیقات وکړي.

د هند حکومت ددغو برېدونو پړه پر هغو افراطیانو ور اچولې وه چې په پاکستان کې دېره دي.

په دغو برېدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. هند هغه معلومات هم له پاکستان سره شرېک کړ چې په ۲۰۰۷ کې ېه ېوه اورگاډی کې بم چاودلی و او تر ۶۰ نه زیات کسان یې وژلی وو. په مړیو کې زیاتره پاکستانیان وو.

دوه ورځنۍ خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هند په پایتخت نوي ډېلی کې دهند د ددولت وزیر جي کې پیلای او د هغه د انډول چوهدری قمر الزمان ترمنځ وشولې.

په دغو خبرو کې ددوه اړخېزو اړېکو د پرمختگ او د سولی د بهیر د پر مخ بېولو لپاره بحثونه وشول.

همدارنگه ددوشنبی په ورځ دواړو خو د ترهگری ضد گامونو د اوچتولو او د ویزې د قانون د نرمولو په باب خبرې وکړې.

د هند او پاکستان د کرکټ ډیپلوماسي

هند او پاکستان موافقه وکړه

هند او پاکستان موافقه وکړه

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی د هند د صدراعظم من موهنسنگ هغه بلنه منلی ده چې وایي د کرکټ په هغه لوبه کې گډون وکړي چې د هند او پاکستان تر منځ کیږي.

په اسلام اباد کې دپاکستان صدراعظم خبرېالانو ته ووېل چې د کرکټ لوبه او ورپسی مذاکرات ددې لپاره دي چې پاکستان او هند دنیا ته دا څرگنده کړي چې دا دواړه هېوادونه په گډه لوبې کولای شي او په گډه د ستونزو د حل لپاره لارې چارې پیدا کولای شي.

رپوټ وايي دکرکټ ډېپلوماسي د پاکستان او هند تر منځ پخوا هم ددې لپاره استعمال شوېده چې ددواړو خواو دهېوادونو ترمنځ اړیکې اوارې کړي.

د ۱۹۸۷ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ هم ددواړو هېوادونو مشرانو د کرکټ د مسابقو د لیدلو لپاره د یوه او بل هېواد ته سفرونه کړېدي.

پاکستان هیله من دی د کرکټ د نړیوال کپ په سیمی فاینل لوبو کی دا ځل له هند څخه لوبه وگټی.

XS
SM
MD
LG