د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان بیا د ملګرتیا هڅې پیل کړيدي


هند او پاکستان بیا د ملګرتیا هڅې پیل کړيدي

هند او پاکستان بیا د ملګرتیا هڅې پیل کړيدي

هند او پاکستان چې د دې روان کال په شروع کې یې د سولې لپاره بیرته کار پیل کړ، په داسې لارو چارو غور کوي چې په یو بل باندې یې اعتبار او باور پوخ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانی کهر او د هند خارجه وزیر، ایس. ایم. کرشنا نن وویل اړیکې ښې شویدي خو نو کار هم باید وشي.

دغو دوه خارجه وزیرانو د سیمې د نورو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره، په مالدیو کې د عالي غونډې د پیل کیدو نه مخکې وکتل.

دا غونډه سبا ته شروع کیږي.

همدا شان ټاکل شویده چې د هند او پاکستان صدراعظمان ددې غونډې تر څنګ د یو بل سره ملاقات وکړي. بنګله دیش ، سریلانکا، نیپال، بوتان، افغانستان او مالدیو ګډون لري.

کهر وویل د سیمې یوازنی مشکل تروریزم دی او همدا به د عالي غونډې د اجنډا په موضوعګانو کې یوه موضوع وي چې خبرې به پرې کیږي.

کرشنا او کهر د جولای په میاشتې کې وکتل او د هند او پاکستان تر منځ د همکارﺉ نوی دور یې وستایه.

XS
SM
MD
LG