د لاس رسي وړ اتصالات

د سیاچین په اړه د پاکستان او هند تازه موافقه


د سیاچین یوه کنګل شوې څنډه
د سیاچین یوه کنګل شوې څنډه

دهند اوپاکستان چارواکېو پدې موافقه وکړله چې هغو خبرو ته به ادامه ورکړي چې د نړۍ د تر ټولو لوړ جنګي مېدان ېعنې سېاچېن د کنګل اوغرنۍ سېمې د غېرنظامي کولو لپاره کېږی.

دغودواړو خواو، وروسته له هغه چې په دې کې ناکام شول چې په دغې سېمه کې عسکر کم کړي، د سه شنبی په ورځ ېې په نوي ډېلي کې، له دوه ورځو خبرونه وروسته ېوه مشترکه اعلامېه خپره کړله اووې وېل چې دوی په اېنده کې په اسلام اباد کې ددې خبرو لپاره ملاقات وکړی.

دغه مجلس په نوي ډېلی کې، دهند او پاکستان ددفاع وزېرانو ترمنځ دسولې د خبرو د ېوه پړاو په توګه دوه ورځی مخکی پېل شوی و.

نظآمي ماهران وايي د سېاچېن ېخ رود، ډېره سړه او سخته هوالری. د ېخ غرونه ېې تل ښوېږی. په دغه راز ځاې او هوا کې چې څومره خلک دهوا او حالاتو د سختوالی له امله مړه شوېدی هغومره د ټوپک په ګولېو ندی مړه شوي.

پاکستان اوهند پرېکړه کړې وه چی د سوی د خبرو د دوام په هېله په دغه مجلس کې له ېوبل سره برخه واخلی که څه هم هغه پاکستانی – امرېکایي چې په شېکاګو کې د حکومت له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ دی هغه وېلی دی چې د پاکستان استخباراتو په 2008 م کال کې دمومبۍ په برېدونو کې یې لاس درلود. رپوټ وايی په دغو برېدونوکې 166 کسان وژل شوی وو.

هند له دغو برېدونو نه وروسته د سولې خبرې بندې کړیې وې. رپوټ وايي چې هند اوپاکستان له 1947 م کال نه راپه دې خوا تراوسه پورې د رې ځلې جګړې کړېدي.

XS
SM
MD
LG