د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ولسمشرد هند د لومړي وزیر سره وکتل


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداي هند ته سفر کړی او هلته یې د هغه هیواد د لومړي وزیر منموهن سنګ سره لیده کاته وکړل. دا د ۲۰۰۵ کال راهیسي لومړۍ سفر دی چې د پاکستان ولسمشر یې هند ته کوي.

د ښاغلي سنګ څنګ ته ولاړ، ولسمشر زرداري خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو پر یو لړ مهمو دوه اړخیزو مسلو باندي خبري وکړې. ښاغلي زرداري زیاته کړه چې هغه تمه لري چې د هند مشر به ډیر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

همداشان د هند لومړي وزیر سینګ وویل چې دواړه هیوادونه باید د خپل منځني اختلافاتو د حلولو دپاره سوله ایزې لارې چارې پیدا کړي.

دواړه اټمي قدرتونه هڅه کوي چې د ۲۰۰۸ کال د بمبيي د ترهګریزو حملو وروسته خپل منځني اړیکې بیرته نورمال حالت ته راستنې کړي.

د هند لومړی وزیر منموهن سنګ د خپل هیواد امنیتي اندېښنې بیان کړي او پر دې یې ټینګار وکړ چې پاکستان د بمبيي د ترهګریزو بریدونو د مسولو ډلو په هکله جدیتوب وښيي. هند پر دغه هیواد باندي د ۲۰۰۸ کال د ترهګریزو بریدونو پړه په پاکستان کې میشت پر لشکر طایبې باندي وراچوي.

حافظ سعید چې پرې د بمبيي د ترهګریزو بریدونو د تنظیم تور دی، په پاکستان کې په آزاده ګرځي. تیره اونۍ امریکا پر حافظ سعدی باندي د ۱۰ میلیونو آمریکايي ډالرو انعام کښېښود.

پاکستان او هند دواړو د کشمیر په سیمه کې په زرګونو ځواکونه ځای په ځای کړي دي. پر دغې سیمې باندي دواړه هیوادونو دعوا کوي او تر اوسه پوري یې پرې دوې جګړې کړي دي.

په دې سیمې کې د واورې د ښویدو له امله د پاکستان یو نظامي مرکز د واورۍ لاندې شوی دی

د ژغورنې هلې ځلې ادامه لري چې تر واورۍ لاندي بند پاتې نظامیان او ملکیان راوایستل شي. نظامي چارواکي وايي چې تر اوسه پوري یې یو جسد هم د واورې د لاندې څخه نه دی را ایستلی.

د پاکستان پوځ د هلیکوبټرو، پوځي عسکرو، ډاکټرانو او طبي کارکونکو په مرسته د ژغورنې یو پراخ عملیات پیل کړي دي چې په دې پرتې غرنۍ سیمې کې تر واوري لاندي شوي خلګ راوباسي.

پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د شمال د سپکو وسلو د پیاده کنډک ۱۲۴ عسکره او ۱۱ ملکیان د واورې لاندي بند پاته دي.

پاکستان او هند دواړه د نړۍ په دې لوړې سیمې کې نظامي پوستې لري.

XS
SM
MD
LG