د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې یو هندی بندي د ۳۰ کلونو وروسته د کورنۍ سره یوځای شو


یوهندوستانی چې درې لسېزې ېې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور تېري کړلې، له زندان نه خوشی شویدی. سورجیت سینگ نن د پنجشنبې په ورځ په لاهور کې دواهگې له سرحد نه د هند د پنجاب ایالت ته واووښتی او له خپلې کورنۍ سره ېوځای شو.

سورجیت سنگهـ چی د جاسوسی په تور نېول شوی ، په پاکستان کې په عمری قید محکوم شوی و او دخپل قید موده یې په لاهور کې تېره کړله. د پاکستان خبري رسنېو په اول کې رپوټ ورکړی و چی له زندان نه خوشی شوی سړی سرب جیت سنگهـ دی. هغه له تېرو شلو کلونو راهېسی د اعدام په لیست کې دی. سرب جیت سنگهـ په پاکستان کې دبمونو د چولو په یوه لړۍ کې نیول شوی او محکوم شوی دی. خو دهغه کورنۍ وايی چې نوموړی بې گناه دی او په غلطۍ کې له سرحد نه تیرشوی او پاکستان ته اوراوښتی دی.

XS
SM
MD
LG