د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نتیجه څه شوه


د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نتیجه څه شوه
د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نتیجه څه شوه

د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ خپله غونډه چی ټوله ورځ یې وکړه، پای ته ورسوله مګر دداسي کومو خاصو پریکړو اعلان په کي ونه شو چی د مومبای د تروریستي حملو نه وروسته ددواړو ملکونو ترمنځ باور او اعتماد را پیدا کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ( شاه محمود قریشی ) او د هند د بهرنیو چارو وزیر ( ایس ایم کریشنا ) د غونډي نه وروسته د شپې ناوخته په خبري کنفرانس کي خپلي خبري ګټوري، رغونکي او مثبتي وبللې او ویې ویل چي دوي موافقه وکړه چی په راتلونکي وخت کي به نوري خبري هم کوي.

مگر دغو دواړو خارجه وزیرانو دا ونه ویل چی دوی په دې خبرو کي ددواړو ملکونو تر منځ هغه باور او اعتماد راپیدا کړی دی چی د ٢٠٠٨ کال د نومبر په میاشت کي په مومبای کی د تروریستي حملو نه وروسته یې له لاسه ورکړی و.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ( کریشنا ) وویل چی پاکستان وعده کړې چی یو لړ نوي اقدامات به وکړي چی دغه حمله کونکي عدالت ته را کش کړای سي.

" که دا ددغي دسیسې د معلومولو سره مرسته کولای سي او که دا د مومبای د حملې د حمله کونکو د نیولو سره مرسته کولای سي، نو شاید هغه به د اعتماد په راپیدا کیدو کي ډیره لویه خبره وي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي یو وار بیا دا وویل چی پاکستان د ټولو ممکنو هڅو او تلاشونو نه کار اخلي چی هند وکړای سی د مومبای د حملې تحقیقات وکړي. هغه وویل چی چارواکو ددې پېښي په ارتباط اووه مشکوک کسان نیولي او محکمې ته یې سپارلي دي. مگر پاکستان ددې د پاره چی هغوي په دې تور ملزم کړای سی د هند نه زیات شواهد غواړي.

" ډیر مقررات سته چی باید په دوهمه مرحله کي تر سره سي، او لکه چی تاسی پوهیږۍ په پاکستان کی هم د هند په شان قضائیه قوه آزاده ده او موږ باید د هغې احترام وکړو."

ددغو دواړو خارجه وزیرانو د خبرو نه یوه ورځ مخکي د هند یوه لوړ رتبه مامور په نوي ډهلي کی په یوه خپره شوې بیانیه کی د پاکستان د استخباراتو لویه اداره ( آی ایس آي ) په دې وغندله چی د مومبای حملې یې کنټرول او منسجمي کړي وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي دا خبره رد کړه او هغه یې د نوي ډهلی او اسلام آباد تر منځ د سولي د جریان د پاره مرستندویه ونه بلله.

" د هند د کورنیو چارو د وزارت د سیکریټري د دغي مطبوعاتي بیانیې په باب چی زموږ د خبرو نه یوه ورځ مخکي خپره سوه، زموږ دواړو نظر دا و چی هغه باید په دې وخت کي نه وای خپره سوې."

د هند د بهرنیو چارو وزیر کریشنا کله چي یې په دې خبري کنفرانس کی وینا کوله، هغه آوازې رد کړې چی وایي هند د پاکستان د بلوچستان په ایالت کي بېلتون غوښتونکي یاغیان راپاروي. ددې په ځای هغه وویل چی په هندی کشمیر کي په دې وروستیو وختو کی د شخړو او تشدد د زیاتیدو وجه داده چی د پاکستانی کشمیر نه د را اوښتونکو اسلامي یاغیانو په شمیر کی ۴٠ فیصده زیاتوب راغلی دی.

" په دې کار سره چي د پاکستاني کشمیر نه زیات اسلامی یاغیان را اوړي په هندی کشمیر کی بې ثباتی او نا آرامي زیاته شوې ده. موږ به دا حالت څارو او مخکي مو هم څارلی دی او موږ د خپلي پالیسۍ په اساس کوشش کوو هر ډول هغه هڅی شنډي کړو چی داسي بې ثباتی راپیدا کوی.

مگر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سمدستی دا خبره رد کړه او ویې ویل:

" د سړو اړول د پاکستان د حکومت یا د پاکستان د کومي استخباراتي ادارې پالیسی نه ده. که ځیني انفرادي اشخاص دراوړي نو د هغوي سره سخته رویه وکړۍ او پاکستان به همکاري درسره وکړي."

د سیمي د حالاتو څارونکي وایی چی د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ددغه سخت مطبوعاتي کنفرانس نه داسی قوی اشارې رسیږي چی دغه دوه ملکونه د خپلو مهمو شخړو او جنجالونو په حلولو کي لا لیري سره پاته دي.

XS
SM
MD
LG