د لاس رسي وړ اتصالات

هند له پاکستان نه د جیش محمد اورپکې ډلې مشر غواړي


هند وايي کره شواهد لري چې د هغه هېواد پر پوځي اډې برید کې د جیش محمد ډله دخیله وه
هند وايي کره شواهد لري چې د هغه هېواد پر پوځي اډې برید کې د جیش محمد ډله دخیله وه

د هند د تروریزم ضد ادارې د دوشنبې په ورځ ( ډسمبر ۱۹) په پاکستان کې میشت د جیش محمد اورپکې ډله او د هغې مشر د هند په یوې هوایي اډې باندې د جنورۍ د میاشتې په حملې تورن کړل.

د هند د ملي پلټنو ادارې وویل چې ټول هغه څلور وسله وال پاکستانیان دي چې د روان کال د جنورۍ د میاشتې په دوهمه یې په پنجاب ایالت کې د پټانکوټ په هوایي اډې حمله کړې وه.

دوی دا هم وایي چې د جیش محمد د ډلې مشر مولانا مسعود اظهر ددغه حملې طراح و.

د هند د پلټنو د ملي ادارې یو لوړپوړي چارواکي په نوي ډهلي کې وویل "دغه ټول ترهگر د هند پر ضد جنگ کې تورن دي دا یو جنایي عمل و چې زمونږ په امنیتي تاسیساتو یې حمله وکړه".

د هند د تروریزم ضد ادارې پلټنې د پنجاب په پټانکوټ کې د هوایي اډې د ١٨ ساعته محاصرې جزییات په ډاگه کوي. په دې حمله کې د هند اوه امنیتي کارکوونکي او څلور وسله وال حمله کوونکي ووژل شول.

دغه حمله یوه اونۍوروسته له هغې شوې وه چې د هند صدراعظم نریندرا مودي په اسلام آباد کې د خپل سیال نواز شریف سره لنډ ملاقات وکړل.

ددې پیښې په هکله د هند او پاکستان گډې پلټنې بې نتیجې پاتې شوي او ددغو دوو گاونډیانو ترمنځ اړیکې د کشمیر په جنجالي پوله د وژونکو پیښو او اعتراضونو په وجه لا خړې پړې شوي دي.

شواهد

په نوي ډهلي کې پلټنونکي وایي چې ددې حمله په اړه ټول شواهد به پاکستاني مقاماتو ته وکړل شي چې د برید د عاملینو پر وړاندې اقدامات وکړي.

د هند د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چې چارواکي چې ددغو پلټنو مشري یې کړې ویلي"مونږ له پاکستان غواړو چې مولانا مسعود اظهر ونیسي او هغه هند ته ور په لاس کړي".

په دې پلټنو کې حمله کوونکو د DNA نمونې او د پاکستاني خوراکي موادو بستې شاملې دي چې هوایي اډې ته په نژدې پروت ځنگل کې موندل شوي دي.

د رویترز اژانس وایي په دې شواهدو کې د هندي مامورینو سره یوه واکي تاکي مخابراتي اله او په یو موټر کې دننه یو یاداشت هم شته چې دغه سخت دریځه د هغې په وسیله هوایي اډې ته راغلي وو.

هند له اوږدې مودې راهیسې پاکستان په دې تورنوي چې د جیش محمد له ډلې نه پر هند باندې د حملو لپاره استفاده کوي.

پاکستان د یوې لنډې مودې لپاره اظهر نیولی و. په ٢٠٠١ کال کې اظهر د هند پر پارلمان باندې په حملې متهم شوی و. د هند پر هوایي اډې باندې له برید وروسته پاکستاني پلټونکو د اظهر او یا د جهش محمد د ډلې پر ضد هیڅ شواهد نه دي پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG