د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د سرحدونو د 'غلط' کاږلو په سر جریمه ټاکل کیږي


په هند کې به هغه چا ته چې پر نقشې د هند سرحدونه، په اصطلاح، غلط وښیي د اوو کلنو د بند سزا ورکړل شي او تر ۱۵ میلیونه هندي روپیو پورې به جریمه شي.

دغه سزا په یوې پشنهاد شوې مسودې کې راغلې ده چې که د هند د پارلمان لخوا تصویب شي نو قانون به شي. د قانون دغه پشنهاد شوې مسوده د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ده.

د هند اوسیدونکو او نورو سازمانونو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې په مسودې باندې خپل نظر ورکړي.

په مسودې کې راغلي دي چې «هیڅ څوک نه شي کولای چې د هند غلطه او تقلبي نقشه، د هند د نړیوالو سرحدونو [د نقشې] په شمول، وکاږي، خپره یې کړي او چاپ یې کړي، که هغه د انټرنیټ له لاري وي، یا له نورو ان لاین د لارو وي او که په فزیکي توګه وي.»

په مسودې کې راغلي چې هرڅوک چې د دغه قانون خلاف کار وکړي نو جزا به ورکړل شي، جریمانه به د یو کروړ هندي روپۍ چې ۱۵۰ زره ډالره کیږي تر ۱۰۰ کروړو پورې چې ۱۵ میلیونه ډالره کیږي، وي او کیدای شي چې متخلف ته تر اوه کالنو پورې د بند سزا هم ورکړل شي.

په هند کې د بي جي پي حاکم ګوند په غربي نقشه جوړونکو باندې انتقادونه کوي چې زیاتره وختونه د جمو، کشمیر او د ارناچل پردیش سیمې د پاکستان او چین سیمې ښيي.

د ۲۰۱۵ کال د اپریل په میاشت کې، د الجزیرې ټولې خپرونې د پنځو ورځو دپاره وروسته له دې نه وځنډول شوي چې دغه شبکې د کشمیر ځینې سیمې د پاکستان برخه ښودلې وه. هند وايي چې د کشمیر ټوله سیمه باید د هند برخه وښودل شي.

نوي ډیلي په ټولنیزو رسنیو او وکیپیډیا هم په دې انتقادونه کړي دي چې هند سرحدونه یې غلط رسم کړي دي.

د جمو او کشمیر په ایالت باندې د ۱۹۴۷ کال نه راپدیخوا هند او پاکستان د ملکیت ادعا کوي او چین د جمو او کشمیر ختیځه برخه، چې د تبت سره سرحد لري، د ۱۹۶۲ کال نه راپدیخوا په خپله ولکه کې لري.

XS
SM
MD
LG