د لاس رسي وړ اتصالات

مودي وايي په حکومت کې يې هیڅ فساد نشته


هند د برتانیا یو مستعمره هېواد و.
هند د برتانیا یو مستعمره هېواد و.

د هند چارواکي پاکستان پر دې ملامتوي چې گواکي په هند کې دننه او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په ترهگریزو پېښو کې لاس لري، خو پاکستان بیا پر هند تورونه لگوي.

د هند د آزادۍ ۶۹ کلیزه د دغه هېواد په گوټ گوټ کې ولمانځل شوه.د هند صدراعظم نرېندرا مودي په همدې ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د خپل حکومت د پنځلس کاري میاشتو د پوره کېدو په تړاوو خپلې لاس ته راوړنې یادې کړې.

لومړي وزیر نریندرا مودي وویل" زه دا خبره د ١،٢٥ میلیارده هندي وگړو د خوبونو په نظر کې نیولو سره د لال قلعې له برجونو څخه کوم. له هغه وخت څخه چې تاسو په دهلي کې حکومت ټاکلی دی پنځلس میاشتې تېریږي، پدې حکومت کې د یوې پیسې فساد هم ندی شوی."

د هند صدراعظم پداسې حال کې د خپل حکومت له کاري لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه چې د دغه هېواد جمهور رئیس پرناب مکرجي بیا د آزادۍ په شپه د هند پارلمان ته پخپل هېواد کې د هغو ترهگرو ډلو په اړه اندېښنه څرگنده کړه چې د هغه په وینا د هند د سرحدونو اخوا فعالیت کوي.

پرناب مکرجي وايي " هند د گڼ شمېر هغو ترهگرو ډلو قرباني دی چې له پولو اخوا فعالیت کوي. دا ډلې د وحشت ژبه او شیطاني کړنلاره غوره گڼي، دا ترهگر هیڅ مذهب نلري او پر هېڅ مفکوره ولاړ ندي. زموږ همسایه ملکونه باید دا یقیني کړي چې د هغوی له خاورې څخه د هند ضد د ډلو لخوا کار وا نه خیستل شي. موږ به د ترهگرۍ پر وړاندې له زغم څخه کار وانخلو او موږ د دولت د پالیسۍ د ابزار په توگه د ترهگرۍ څخه د کار اخیستلو هر ډول هڅې ردوو."

پدې وروستیو کې په کشمیر کې وسلوالو د هندي ملیشو پر یو کاروان برید وکړ، له دغې ډلې څخه یوتن ونیول شو او هند ووېل چې دا کس د پاکستان اوسېدونکی دی.

هند او پاکستان له ١٩۴٧ کال راپدیخوا له دریو جگړو څخه دوه ځلې د کشمیر پر سر جنگېدلي دي. دواړه هېوادونه د کشمېر د بشپړ ملکیت ادعا کوي خو حاکمیت یې ویشلی دی.

هند دا تور لگوي چې پاکستان ترخپل ولکې لاندې کشمیر کې یاغیان روزي او هغوی ته وسلې ورکوي او هندي کشمیر ته یې لیږي خو پاکستان دا ادعاگانې ردوي.

تېره ورځ د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین د خپل هېواد د ازادۍ د 68 کلیزه د لمانځلو پر وخت ووېل، پاکستان د کشمیر په گډون له هند سره د هرې مسئلې د حلولو غوښتونکی دی.

د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین وویل" موږ د کشمیر د مسئلې په گډون ټولې مسئلې غواړو چې له هند سره د خبرو له لارې حل شي. زموږ په ختیځه پوله کې ځني زړه بوگنوونکي پېښې ترسره شوې خو موږ غواړو دا واضح کړو چې پاکستان په یوه گډه سوله ییزه فضا کې د دوه اړخیزو خبرو غوښتونکی دی. په هر حال، که د پاکستان امنیت تر گواښ لاندې راوستل شي، موږ به پر خپل امنیت او دفاع باندې هېڅ ډول معامله ونکړو."

هند پداسې حال کې پاکستان د ترهگرو پر روزلو، پر وسلو د سمبالولو او په ترهگریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي چې د افغانستان حکومت هم په کابل کې د تېرې اونۍ د پرله پسې خونړیو بریدونو پړا د پاکستان د پوځ پر ځانگړو کړیو واچوله.

XS
SM
MD
LG