د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ کې د هولي جشن ته رسمي رخصتي اعلان شوه


د پاکستان د سند ایالت د هولي د مراسمو د لمانځلو لپاره عمومي رختصي اعلان کړه.

هولي د هندوانو لوی او مذهبي جشن دی چې هرکال یو وارې لمانځل کیږي.

دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې د سند فدرال پارلمان پرېکړه وکړه له دې وروسته به په رسمي ډول د هندوانو او مسیحیانو عمومي رختصۍ لمانځي.

د سند ایالت یو لوړ پوړي چاروکي قایم علي شاه د فرانسي خبري اژانس ته وویل " موږ د مارچ ۲۴ نېټه په ټول ایالت کې عمومي رخصتي اعلان کړې، چې د هولې جشن ولمانځو."

په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه وخت ناوخت شکایت کوي چې له دوی سره تعصب کیږي، خو چارواکي وايي هڅه کوي اقلیتونو ته خپل حقونه ورکړل شي.

هندي کب نیونکي

اخوا په پاکستان کې چارواکي وايي چې، دوی هغه ۸۶ هندي کب نیونکي بېرته پرېښودل چې، د پاکستان اوبو ته ننوتلي وو. دا په یوې اوونۍ کې د هندي کب نیونکو دویمه ډله ده چې پاکستان یې له نیول کېدو ورسته بېرته خوشي کوي.

د کراچې د زندان یو یوه چارواکي راجا ممتاز د اسوشیټټ پرس خبري اژانس ته وویل " موږ نن ۸۶ هندي نیول شوي کب نیونکي پرېښودل. "

ښاغلي راجا وویل چې د مارچ په شپږمه نېټه یې هم ۸۶ کب نیونکي له یو بل ملکي بندي سره یو ځای پرېښي وو.

هند او پاکستان وخت ناوخت د یوبل هغه کب نیونکي نیسیي چې په ناپامه او یا بې خبرۍ کې د یو بل اوبو ته ننوتلي وي، ستونزه دا چې په عربي بحیرې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد واضح او ښکاره نه ده او د کب نیونکو په ډېرو بېړیو کې دومره پرمختللې تکنالوژي چې، خپل دقیق موقعیت وټاکي.

ډېر کله، اسلام او اباد او ډيلي نیول شوي کب نیونکي د بند له ټاکلي مودې هم زیات ساتیږي، ځکه چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ ډيپلوماتیک په یو حال نه وي.

XS
SM
MD
LG