د لاس رسي وړ اتصالات

هند: پاکستان یو ترهګر هېواد دی


هند وایې چې وسله وال د پاکستان د دولت له ملاتړ څخه برخمن دي
هند وایې چې وسله وال د پاکستان د دولت له ملاتړ څخه برخمن دي

هندي مقاماتو پاکستان یو "ترهګر دولت" یاد کړی او تور یې لګولی چې دغه هېواد جنګي جنایات ترسره کړي دي.

هندي چارواکي تر هغه وروسته دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان صدراعظم، نواز شریف د ملګرو ملتونو عمومې غونډې ته د وینا پر مهال د کشمیر له ستونزې یادونه وکړه.

د جولای میاشتې له اتمې نېټې راپدې خوا د هندي سرتیرو په ډزو کې د کشمیر د جنګیالیو د یو نامتو قوماندان له وژلو کېدو وروسته د اسلام آباد او نوي ډهلي ترمنځ تشنج ډیر شوی دی.

نواز شریف په خپلې وینا کې هند پدې تورن کړ چې د مذاکراتو لپاره یې د نه منلو وړ شرایط اېښي دي.

شریف وویل چې پاکستان به له خپلې خاورې د ددفاع په لار کې د هند د هرډول ګواښ پر وړاندې ودریږي.

شریف وویل: "نړیواله ټولنه په سویلي آسیا کې له زیاتېدونکو شخړو څخه سترګې پټوي. له خپله اړخه پاکستان په سیمې کې د ثبات په راوستو کې ژمن دی او نه غواړي چې هند سره د وسلو سیالي وکړي او یا پدې سیالیو کې ښکېل وي."

د نواز شریف د خبرو په غبرګون کې هندي مقاماتو د ملګرو ملتونو عمومې غونډې ته وویل چې وسله وال په آزادنه توګه د پاکستان په خاورې کې ګرځي او له دولتي ملاتړ څخه برخمن دي.

هند پاکستان پدې تورن کړی چې د پوځ پر یوې اډې د تیرې یکشنبې ورځې حملې کې یې لاس درلود.

دغه برید کې اتلس تنه سرتیري ووژل شول او هندي مقاماتو ګواښ وکړ چې د برید غچ اخلي.

پاکستان د هند تورونه رد کړي او هغه یې له وخت وړاندې بللي دي.

په ملګرو ملتونو کې د هند د دایمي استازي لومړۍ سکرترې، اینم ګمبهیر وویل چې پاکستان په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې نیابتې جګړې پر مخ بیايي.

میرمن ګمبهیر وویل: "مونږ پاکستان ته د یو ترهګر دولت په توګه ګورو چې د خپلو ګاونډیانو پرخلاف د ترهګرو ډلو د روزلو او ملاتړ لپاره په میلیاردونو ډالر لګوي، په دې کې زیاتره برخه پېسې له نړیوالو مرستو برابروي."

کشمیر په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند ترمنځ وویشل شو. دغې سیمې کې له اوو لسیزو راپدې خوا شخړې روانې دي.

نوی ډهلي او اسلام آباد تراوسه دوه ځلي د کشمیر پرسر نښتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG