د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د جنگي الوتکو پر خرڅلاو دې هند اندیښنه نه کوي


هند د باراک اوباما پر ادارې لدې امله چې پر پاکستان اته اف-۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکي خرڅوي، سخت په غوصه شویدی.
هند د باراک اوباما پر ادارې لدې امله چې پر پاکستان اته اف-۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکي خرڅوي، سخت په غوصه شویدی.

تر هغه وروسته چې هندي چارواکو د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا پر پاکستان د اف-۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکو پر خرڅلاو اعتراض وکړ، د امریکا متحده ایالتونه له هند څخه غوښتي چې پر دې معاملې اندېښنه نلري.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویاند، پیتر کوک د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ددغو الوتکو خرڅلاو سیمه کې شته ستونزو ته په کتو شوې ده.

کوک وویل " ددغه جـټ الوتکو خرڅلاو سیمه کې امنیتي وضعیت ته په کتو شوې ده او مونږ پاکستان سره خپلو اړیکو او هند سره خپلو اړیکو ته په بیله سترګه ګورو. مونږ فکر کوو چې دغه ظرفیت پخپله خاوره کې د ترهګرو په نښه کولو کې پاکستان ته خورا مهم دی او په پایله کې دا باید د هند د اندېښنې لامل نشي."

هند د باراک اوباما پر ادارې لدې امله چې پر پاکستان اته اف-۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکي خرڅوي، سخت په غوصه شویدی. ددغې پوځې معاملې ارزښت چې ۶۹۹ میلونو ډالرو ته رسیږي، پکې روزنه، رادار او نور تجهیزات هم شامل دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پدې لړ کې د اعتراض په دود په نوي ډهلي کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر احضار او خپله اندېښنه ېې ورسره شريکه کړیده.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون پدې باور دی چې دغه جنګي الوتکې کولای شي له پاکستان سره د ترهګرو په نښه کولو کې مرسته وکړي.

له بلې خوا پاکستان د هند د غبرګون پر وړاندې حیرانتیا ښودلې ده.

په واشنګټن کې د هند له سختې لابي سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پریکړه کړې پاکستان ته اضافي ۱ف-۱۶ ډوله جټ الوتکې خرڅ کړي.

دې سره جوخت، د امریکا دهمکارۍ، امنیت او دفاع سازمان ويلي ګانګرس ته ددغې معاملې په اړه خبر ورکړل شویدی.

پدې ترڅ کې ځېنو امریکايي سناتورانو پر دې معاملې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې ښايې دغه جټ الوتکې د هند پر ضد وکارول شي.

د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېتې مشر، باب کروکر سپنې مانۍ ته خبرداری وکړي چې هغه به دغه معامله تائید نکړي.

احمد شکېب دوست، امریکا عږ

XS
SM
MD
LG