د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ولسمشر غني په همدې اونۍ کې هند ته ځي


دا نوي ډیلي ته د ولسمشر غني، چې د هند له سیال پاکستان سره یې د افغانستان اړیکې ډیرې تودې کړي، لومړنی سفر دی.
دا نوي ډیلي ته د ولسمشر غني، چې د هند له سیال پاکستان سره یې د افغانستان اړیکې ډیرې تودې کړي، لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني به دا اوونۍ هند ته ولاړ شي.

دا نوي ډیلي ته د ولسمشر غني، چې د هند له سیال پاکستان سره یې د افغانستان اړیکې ډیرې تودې کړي، لومړنی سفر دی.

په نوي ډیلي کې انجانا پاسریچا دغه راپور لیکلی چې جعفر هاند پښتو کړی دی.

هند د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره ډیرې نږدې اړیکې لرلې، خو د ولسمشر غني له راتګ سره د کابل او نوي ډیلي تر منځ، د ځینو په ګمان، یو څه واټن پیدا شو.

ځیني کارپوهان وايي کابل د هند په هغې پرېکړې يو څه ناراضه شوی دی چې، د پخواني ولسمشر کرزي پر مهال یې له ډیلي نه د درنو وسلو او نورو پوځي وسایلو مرستو غوښتنه کړې وه، خو ډیلی ترې په شا شو.

هند په همدغې میاشت کې درې څرخي الوتکې کابل ته واستولې، خو د جنګي ټانګونو په ګډون یې نور پوځي تجهیزات کابل ته ندي ورکړي. ویل کیږي چې ولسمشر غني له هند نه د پوځي مرستو غوښتنه، ځنډولې ده.

د کابل- اسلام اباد پر اړیکو د ډيلي اندېښنه

د ولسمشر غني په راتګ سره د کابل او اسلام اباد اړیکې هم په بشپړ ډول بدلې شوې او د ډیر په اند، افغانستان او پاکستان تر بل هر وخت یو بل ته نږدې شوي دي. دغه نږدیتوب، د ځينو کارپوهانو په فکر ښايي د هند لپاره يو څه د اندیښنې وړ وي.

په نوي ډیلي کې د څار او پلټنې د ادارې غړی منوچ جوشي وايي، دا تمه کېده چې افغانستان به له طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان مرسته وغواړي.

ښاغلی جوشي وايي " هند جغرافیوي محدودیتونه لري. دویمه خبره دا ده چې ځینو هېوادونو لکه متحدو ایالتونو، پرېکړه کړې پاکستان وهڅوي په داسې حالت کې مثبته ونډه ولوبوي، نو زما په فکر، هند یو ګام شاته اخیستی دی. خو اصلي خبره دا ده چې په دغه برخه کې د هند ونډه، تل محدوده وه".

د ښاغلي جوشي په څېر یو شمېر کارپوهان دا خبره لویه مبالغه ګڼې چې ګنې هند په افغانستان کې څنګ ته کړل کیږي، ځکه چې د دوی په باور نوی ډیلی به د دغه هېواد په بیا رغولو کې خپله اساسي ونډه هماغسې روانه وساتي.

هند په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د سړکونو، لویو لارو، ښوونځیو، د نوي پارلمان د ودانۍ او د بیا رغونې په نورو برخو کې دوه میلیارده ډالره لګولي دي.

سوخ دو میني، په نوي ډیلي کې د دفاعي څېړنو د انستیتوت شننونکی دی " هند په پراختیايي برخې کې ونډه لري. هند د افغانانو د روزلو او د مرستو د برابرولو له هرې لارې، د افغانستان د دولت ظرفیت لوړوي".

ډیلی به له کابل سره نورې مرستې کوي

نوی ډیلی به د افغانستان لپاره ځینې نور اقدامات هم اعلانوي چې په کې د دفاعي ځواکونو د روزنې په برخه کې لا نوره همکاري هم شامله ده.

دواړه غاړې به د سوداګرۍ د ښه والي لپاره په ترانزیتي تړونونو هم خبرې وکړي.

نوي ډیلي وار دمخه د کابل او اسلام اباد په دوه اړخیز ترانزیتي تړون کې د ورګډېدو هیله کړې ده چې، هند د پاکستان له لارې له افغانستان سره ونښلوي، خو داسې ښکاري چې له اسلام اباد سره یې خرابې اړیکې د دغه کار مخه ونیسي.

ډیلی هیله مند دی چې له تهران سره به د چابهار تړون هم ژر لاسلیک کړي چې، له مخې به یې وکولی شي د ایران له لارې په وچه کې را ایسار افغانستان او مرکزي اسیا ته لاره پېدا کړي.

ټاکل شوې چې دواړه غاړې به د کرېکټ په اړه چې په جنوبي اسیا کې ډېر مینوال لري، هم وغږیږي. افغان ولسمشر به له هند نه وغواړي چې داسې یو لوبغالی ورته جوړ کړي چې کابل د نړیوالو لوبو کوربتوب وکولی شي.

کرېکټ په دې وروستیو کې په افغانستان کې ډېر مینوال پېدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG