د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د هند د صدراعظم ناڅاپي سفر


دا په تیرو ۱۲ کالو کې لومړی ځل دی چې د هند صدراعظم پاکستان ته سفر کوي.

دا په تیرو ۱۲ کالو کې لومړی ځل دی چې د هند صدراعظم پاکستان ته سفر کوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي افغانستان ته له سفر وروسته په محلي وخت د جمعې د ورځې په مازدیګر په یو ناڅاپې سفر پاکستان ته ولاړ.

د لاهور په هوايي ډګر کې د موډي هرکلي ته د پاکستان صدراعظم نواز شریف ورغلی و.

د الوتکې نه د راکوزیدو وروسته، مودي او شریف په هلیکوپټره کې په رائیونډ کې د نواز شریف کور ته لاړل او هلته دواړو مشرانو سره رسمي خبرې وکړې. له خبرو دمخه ښاغلي مودي د ښاغلي شريف د کورنۍ د بيلا بيلو غړو سره تعارف او روغبړ وکړ.

هند ته د ښاغلي مودي له روانیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو سکرتر اعزاز احمد چوهدري خیریالانو ته وويل چې نن سحر ١١ بجې نريندر مودي نواز شریف ته تليفون کړى و او د پاکستان لیدلو هیله یې کړې وه.

ښاغلي چوهدري وويل چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف ښاغلي مودي ته وويل چې په اسلام اباد کې نه، بلکې په لاهور کې به د هغه په کور کې د هند له صدراعظم سره وگوري.

هغه وویل چې دواړو مشرانو په ښه فضا کې سره لیدنه کتنه وکړه او ښاغلي مودي نواز شریف ته د هغه د کلیزې مبارکي هم وویله. دواړ خواو په راتلونکې کې په خبرو هم موافقه کړې ده.

ښاغلي چوهدري دا هم وویل چې د پاکستان او هند خارجه سکرتران به د جنورۍ په میاشت کې په اسلام اباد کې سره وگوري.

دا په تیرو ۱۲ کالو کې لومړی ځل دی چې د هند صدراعظم پاکستان ته سفر کوي. مودي پاکستان ته د سفر اعلان نن سهار په کابل کې وکړ.

د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ، د کلنو وروسته، د لومړي ځل لپاره په پاریس کې د چاپیریال په اړه د کنفرانس په جریان کې خبري شوي وې.

د هغه وخت نه چې پاکستان جوړ شوی دی، د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط ښه نه دي. په ۱۹۴۷ کال کې هند له برتانیې څخه خپلواکۍ واخیستله او ورپسې هند او پاکستان سره جلا شول.

دواړو هیوادونو درې ځلې د کشمیر په سر جګړه کړې ده. هند او پاکستان دواړه ادعا کوي چې کشمیر یې د خاورې برخه ده.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG