د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ولسمشر هند ته سفر کوي


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري به په راتلونکې اونۍ کې هند ته سفر وکړي او د هند د صدراعظم من موهن سنگ سره به وگوري. ښاغلي زرداري به په نوې ډهلۍ کې د ښاغلي سنگ سره د غرمې ډوډې وخوري. همدغه راز توقع کیږي چې د پاکستان رهبر به د دې یو ورځني سفر په وخت کې د هند د اجمیر په ښار کې د مشهور صوفی زیارت ته ورشي.

پاکستان د دې کال په پیل کې وویل پلان لري چې د خپل رقیب هند سره د دې کال تر اخره پوري خپلې تجارتي اړیکې عادي کړي.

په تیر نوامبرکې د پاکستان کابینې یو پیشنهاد تصویب وکړچې هند ورسره په تجارت کې ډیر امتیازونه ولري. د دې پریکړې په اساس تجارتي محصولات لیری کیږي او دواړه هیوادونه په برابرو شرایطو یو بل سره تجارت کوي. ددې دوو گاونډیانو ترمنځ کلنی تجارت کوم دوه ملیارده ډالره اټکل شویدی.

اقتصادپوهان وایي د خنډونو په لیری کولو سره ددغو دوو ملکونو ترمنځ تجارت د شپږملیاردو ډالرو نه زیاتیدلی شي. د جنوبی اسیا ثبات ته ډیره ضروري ده چې ددغو دوه اټمي وسلو لرونکو هیوادونو ترمنځ دایمي سوله وی. د ډیر وخت راهیسي د هند او پاکستان تر منځ اړیکې ترینگلې دي

دې دوو هیوادونو په ١٩۴٧کال کې د برتانوي هند نه د خپلواکی د اخیستو راهیسې دری ځلې په خپلو کې جگړه کړیده.

XS
SM
MD
LG