د هند د باندنیو چارو وزیر اس ام کریشنا په کابینه کې د تغییراتو د مخه استعفی کړې ده. ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ د هند په کابینه کې یو لړ بدلونونه راسي.
هندي چارواکي وايي چې کریشنا نن د جمعې په ورځ خپله استعفی لومړي وزیر منموهن سینګ ته ولېږله.
دغه تغییرات د هغه مقصد په خاطر رامنځ ته کېږي چې لومړی وزیر سینګ یې په پام کې لري او غواړي چې د واکمن ګوند ګانګرس شهرت ښه کړي چې په دې ورستیو کې پرې د اداري فساد تورونه لګول شوي دي.
ویل کېږي چې په نوې کابنیې کې به د پخواني وژل شوي لومړي وزیر راجیف ګاندي زوی راهول ګاندي یو مقام ولري.
۸۰ کلن سیاست مدار کریشنا د هند په پوځ کې هم خدمت کړی دی او د ګانګرس د ګوند غړی دی. هغه د تیرو ۳ کلونو راهیسي د هند د باندنیو چارو د وزیر په توګه وظیفه سرته رسوي.