د لاس رسي وړ اتصالات

هندیان د ځوانې محصلې د مړینې له کبله سخت په غوصه دي-- حکومت د صبر غوښتنه کړې


هغه هندوستانۍ شاګرده چي په نوي ډیلي کي پرې په ډله ئیېزه او وحشیانه ډول جنسي تېری شوی و، دسنگاپورپه یېوه روغتون کي مړه شوه ده.

دهند پولیس وايي پرهغو شپږو کسانو یې د قتل تورونه لگولي دي چي د جنسي تیري په دې پېښه کې تورن دي. پولیس دا هم وايي چي که چېري محکوم سول نو هغوي دمرگ له سزا سره مخ کېدلی شي.

دماونټ الیزابیت دروغتون په یوه رسمي خبرلیک کې راغلي دي چي 23- کلنه محصله نن د شنبی په ورځ په حق ورسیدله.

دهغې د مرګ په خبر کې په نوي ډیلي کي په زرگونو خلک بیا دې ته راغونډ شول چې سوله ایزی مظاهرې وکړي که څه هم سخت امنیتي تدابیر نیول شويدي. مظاهره چیانو د پېښې دقربانیانو لپاره د عدالت دتامین غوښتنه کړېده.

دهند صدراعظم من موهنسنگ وویل چي دی د دغې ځوانې ښځې په مړینې ډیر خواشېنی او غمجن شوی دی. هغه وویل ددغې ځوانې ښځې مړینه چې په خلکو کې کوم احساسات راپارولي دي ټول ښه په پوهېږي. ټاکل شویده چي د دغې ښځې مړی به نن د شنبې په ورځ بیرته هندوستان ته ولېږل شي.
په نوي ډیلي کې ددغه وحشیانه تېري راهیسې چې د ډسمبر په 16- مه شوی و، ډېري سختي مظاهرې روانې دي.

رپوټ وايي د ډېسیمبر په شپاړسمه چې دغه نجلی اویو نارینه سرویس موټر ته وختل، شپږکسان چې په همدغه سرویس موټر کې سپاره وو پرهغوي ېې برېد وکړ او داوسپنې په سیخانو ېې ووهل. ترهغې وروسته ېې د طب پردغی 23 کلنې محصلې څو څوځلې جنسي تیری وکړ.

رپوټ وايي چې ددغه جنسي تیري او په سیخانو دوهلو له امله دهغې مغزو ته سخت زیان رسیدلی و.

په دغه ناوړه پېښه کې دهغې نارېنه ملگری هم سخت وهل شوی و. په اخرکې ېې هغوی دواړه له روان سرویس موټر نه وغورزول. رپوټ وايي چې دهغی نارینه ملگری له دغو وحشیانه وهلو نه ژوندی پاتی شوی دی.

پولیسو په دې اړه شپږ تنه نیولي دي او پرهغوي باندي یې د جنسي تېری او قتل ته دنیت کولو تورونه لگولي دي.

دهندوستان د طبي ډلی یوه غړي چې دهغې په علاج کولو بوخت وو، ډاکټرمهېش چندرا مسرا دنیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې د دغې نجلۍ زخمونه دومره ډیر اوکاري وو چې کله هغه په نوي ډیلي کې د صفدرجنگ روغتون ته راوړل شوله نو عملا هغه مړه وه.

دهند حکومت د هند دمالیې وزېر چیدم برام چې دحکومت نطاق هم دی د چارشنبی په ورځ ېې ووېل چې متقاعده قاضي اوشامهرا دې ته حاضره شوېده چې ددغی پېښې د تحقیقاتو د کومیسیون مشرتوب په غاړه واخلي.

ددغه کومېسېون یوه وظیفه دا ده چې دا معلومه کړي چې پولیسو چېرته غفلت کړی و او بله دا معلومه کړي چې کوم مقام او یا شخص په دغه پیښه کې لاس لرلی دی. همدارنګه دغه تحقیقات به هغه نیمگړتیاوې په ګوته کړي چې په نظام او یا دمسوولیتونو په اجرا کې دغفلت له امله منځته راغلي دي.

هغه وویل یوځانگړی هیئت به دا وړاندېزونه هم و کړي چې په موجوده قوانینو کې څه ډول بدلون راولي چې ددغه راز جرایمو سزا نوره هم سخته شي.
ددغه هیئت لپاره دیرش ورځې ټاکل شوي دي چی خپل رپوټ بشپړ او حکومت ته یې وړاندی کړي.

په همدې روانه اونۍ کې په یوه ورځ مظاهره کې دکانګرس گوند ایالتي څانگې رئېس پی سی شرما وویل چې د ښځو خلاف جرایم په ټول هېواد کې په پراخه کچه خپاره شویدی. هغه وویل چي په تیرو نهه کلونو کي د جنسي تیري 27 زره پېښې په دغه صوبه کې ثبت شوېدي.او تر 56 زرو نه زیاتې ښځې ځورول شوېدي. تر 36 زرونه زیاتې ښځې لادرکه شویدي. تقریبا هره ورځ په منځنی ډول پرنهو ښځو باندې جنسی تېری کېږی.او په دې کې لږ تر لږ پردوه ښځو باندی ډله ئېز جنسی تېری کېږی.
XS
SM
MD
LG