د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پولیسو ٥ تنه پر یوې جاپانۍ د جنسي تیري په تور ونیول


فعالان وایي چې په هند کې پر ښځو د زور زیاتي په اړه د ټولنې حالت او چال چلن باید بدل شي .
فعالان وایي چې په هند کې پر ښځو د زور زیاتي په اړه د ټولنې حالت او چال چلن باید بدل شي .

په هند کې پولیسو پنځه کسان د یوي جاپانۍ نجلۍ د یرغمل کولو او بیا پرې د جنسي تیري کولو په تور، نیولي دی.

دغه ځوانه نجلۍ چې د کلکتې په ښار کې اوسېده ویلي چې دریو کسانو ورته ویلي وو چې ښار او شاه خوا سیمې به ورښکاره کوي، خو وروسته یې د دې د یرغمل کولو ته لاره پرانیستله او بیا یې پرې په ډله ییز ډول جنسي تیری وکړ.

چارواکو ویلي دي چې دوی باور لري چې پنځو کسانو دغه شاوخوا ۲۰ کلنه جاپانۍ محصله نیولې او هغه یې په یوه کلي کې د بودگایا د زیارت کوونکو مرکز ته نژدې تقریبا درې اونۍ یرغمل ساتلې وه.

پولیسو وویل چې په مشکوکو کسانو کې یو تن د سیلانیانو لارښود و چې دغه ښځه یې ونیوله او هغه یې د بودگایا د زیارت کوونکو مرکز ته ورسوله او هلته یې بندي کړه او بیا یې د هغې په عزت باندي تېری وکړ.

د پولیسو یو افسر پالاب کانتي وویل" موږ ته د یوي جاپانۍ سیلانۍ لخوا شکایت رسیدلی، چې د لویدیځ بنگال سیمه ته وړل شوې، او هلته ناوړه چلند ورسره شوی، بیا له هغه ځایه د بیهار ایالت گیا ښارگوټي ته وړل شوې او هلته ډله ییز جنسي تیری پرې شوی دی. هغه د ډله ییز جنسي تیري قربانۍ ده. تر اوسه پنځه کسان په دی تور نیول شوي دی او موږ په دغې پېښې کې د نور مرسته کوونکو پسي هم گرځو."

پولیس وایي چې دغه ښځه تیره میاشت د انسان تښتوونکو نه وتښتېدله او کلکتې ته یې ځان ورساوه او هلته یې د جاپان په قونسلگرۍ کې د شکایت عریضه وړاندي کړه.

فعالان وایي چې په هند کې پر ښځو د زور زیاتي په اړه د ټولنې حالت او چال چلن باید بدل شي او باید په هغوی د جنسي تېريو او تشدد په خلاف مبارزه وشي.

XS
SM
MD
LG