د لاس رسي وړ اتصالات

اس ام کریشنا: پاکستان باید د ترهګرۍ سره مبارزه چټکه کړي


اس ام کریشنا: پاکستان باید د ترهګرۍ سره مبارزه چټکه کړي
اس ام کریشنا: پاکستان باید د ترهګرۍ سره مبارزه چټکه کړي

دوه کاله مخکي د تروریستانو یوې ډلې چې په پاکستان کې میشت وو، د هند د ممبيي پر ښار یې مرګانۍ تروریستي حملې وکړې. په داسي حال کې چې هندي چارواکي ددغې خونړۍ پېښې دویمه کلیزه لمانځي پر پاکستان باندي یې غږ کړی دی چې د دې پېښې د عاملینو سره د عدالت کولو په برخه کې دي ورسره مرسته وکړي. دغه راز ددغه ملک د باندنیو چارو وزیر دا هم ویلي دي چې پاکستان دي باید د ترهګرو د ماشین په له منځه وړلو کې زیار وباسي.

نن د جمعې په ورځ د هند په بیلابیلو برخو کې د ۲۰۰۸ کال د بمبيي د تروریستي حملو نه یادونه وشوه او خلګو په ټولنیزو سایټونو کې لکه تویترس او نورو ویب پاڼو کې هغو ملکي کسانو ته درناوۍ وړاندي کړ چې په دې پېښه کې ووژل شول. همداشان هغو وژل شویو امنیتي ځواکونو ته هم چې هڅه یې کوله ترڅو خلګو وژغوري د درناوي مراتب وړاندي شول.

د هند صدراعظم منموهن سینګ یوه بیانیه خپره کړه او په کښي یې د ممبي د اوسیدونکو او هغو سرتیرو د زړوړتیا ستاینه وکړه چې دې پېښې ته یې د پای ټکی کښېښود.

دوکاله مخکي په دې تاریخ په پاکستان کې میشت د لشکر طایبه مربوط ترهګر د سیند له لارې ممبيي ته راغل او یو لړ تروریستي حملې یې اجرا کړې چې په کښي ۱۶۶ کسان ووژل شول او د ۳ ساوو نه زیات کسان ټپیان شول. دغو تروریستي حملو درې ورځې ادامه وموندله او په لړ کې یې عصري هوټلونه د دغه ملک په بیلابیلو برخو کې په نښه شول. له دغو کسانو نه ۹ کسه یې ووژل شول او یو یې ژوندی ونیول شو او اوس د مرګ سزا پر راختلې ده او د ممبي د محکمې د فیصلې نه وروسته یې د استناف غوښتنه کړې

د هند د باندنیو چارو وزیر ددغه موقع نه په استفادې سره یوځل بیا پاکستان په دې تورن کړ چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې سوکه دی.

هغه داسي وویل: ،،زه پر پاکستان باندي غږ کوم چې په دغه ملک کې دي په اصطلاح د ترهګرو د ماشین په له منځه وړلو کې هلې ځلې زیاتې کړي او د دوه کاله مخکي د ممبيي د حملو عاملین دي په چټکۍ سره عدالت ته وړاندي کړي.،،

هند پر پاکستان باندي تور لګوي چې د لشکر طایبه د ۷ مشکوکو کسانو محکمه په قصدي ډول ځنډوي ، پر دغو کسانو باندي تور دی چې د ممبيي په حملو کې یې لاس درلود. همداشان پاکستان په دې هم نه دی توانیدلی چې هغه غږونه چې هندي امنیتي چارواکو د حملو پرمهال ثبت کړي، هغه د نیول شویو کسانو د آوازونو سره مقایسه کړي.

نوې ډیلې د ډیر پخوا نه پر پاکستان باندي تور لګوي چې د ترهګرو نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

د هند د باندنیو چارو زویر اس ام کریشنا بیا په دې باب داسي وویل ،،ترهګري او ترهګریز فعالیتونه په هیڅ رقم د هیڅ ملک له خوا نشي په ځای ګڼل کېدای.،،

د یادونې وړ ده چې د ممبيي په تروریستي حملو کې ۶ آمریکایان هم ووژل شول، په هند کې د آمریکا سفیر تیمود رویمر وویل چې آمریکا به اوږه په اوږه د هند سره ودریږي ترڅو د ترهګرو سره مبارزه وکړي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG