د لاس رسي وړ اتصالات

د نریندرا مودي او بارک اوباما لومړنۍ ځل کتنه


د هند نوی صدراعظم نریندرا مودي د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې له گډون وروسته امریکا ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې نن په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر بارک اوباما سره گوري.

ښاغلي مودي پرون په نیویارک کې په یوه غونډه کې چې شاو خوا دوه زره کسان په کې راټول شوي وو، گډون کړی و چې په نیویارک کې د میشتو هندیانو د تود هرکلي سره مخامخ شو.

د نیویارک د مډیسن سکویر په غونډه کې د هند د صدراعظم گډون
د نیویارک د مډیسن سکویر په غونډه کې د هند د صدراعظم گډون

ښاغلي مودي هندی الاصله امریکايانو ته وویل چې دی به د ولس د هیلو د پوره کولو او د خپل هیواد د پرمختیا لپاره پوره هڅه وکړي.

هغه وویل چې " زما ارمان دادی چې کله د هند د آزادی ٧٥ کاله پوره کیږي نو هر هندي د خپل کور خاوند شي."

ښاغلي مودي د شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو عمومي اسمامبلی ته وینا وکړه. هغه به نن او سبا د امریکا د ولسمشر او نورو چارواکو سره ملاقاتونه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم د ښاغلي مودي د سفر په سبب په کابل کې د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې گډون ونه شو کړای.

ولسمشر بارک اوباما به نن ماښام د ښاغلي مودي په درناوي یوه میلمستیا وکړي او سبا ته به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په موضوع خبرې پیل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وایي د دې لیدنو کتنو په نتیجه کې به د هند او امریکا ستراتیژیکه همکاري نوره هم پراخه شي.

هغه وايي چې د هند او امریکا ملگرتیا د قدر او ارزښت وړ ده. د هغه په وینا په دې لیدنو کتنو کې به د دواړو خواو په اقتصادي او امنیتي همکاریو او د گډو گټو په مسلو خبرې وشي.

همدا راز په دې خبرو کې به د افغانستان، عراق او سوریې په موضوعگانو کې د هند په مرستې او همکارۍ هم خبرې وشي.

د امریکا حکومت هند د ٢١ پیړۍ یو مهم دوست بللی دی او د ښاغلي مودي د اقتصادي اصلاحاتو د ملاتړ ژمنه ېې کړې ده.

د هند صدر اعظم به په خپل سفر کې د گوگل، ای بي ایم او نورو شرکتونو د مشرانو سره هم خبرې اترې وکړي او دا پیغام به ورته ورسوي چې هند د هر ډول سوداگرۍ لپاره آزاد بازار لري.

XS
SM
MD
LG