د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او امریکا د اړیکو او شراکت پراختیا

  • شایسته سعادت

د هند صدراعظم، نریندرا مودي، پداسې حال کې د خپل پنځه ورځني سفر د لومړي تم ځای، نیویارک څخه، واشنگتن ته راغی چې یو وخت ورته امریکا ته د راتگ د ویزې د ورکړې نه ډډه شوې وه.

خو د خپل لومړني سفر په ترڅ کې هغه خپله ټوله پاملرنه د خپل هیواد گټو او پخپل هیواد کی د بهرنیو پانگه اچوونگو جذبولو ته اړولې وه تر څو په هیواد کی یی وزگارو ته د کار زمینه برابره شي.

د امریکا جهور رئیس د هند د صدراعظم سره د سوداگریزو چارو، د ایبولا د ویروس او اسلامي دولت د ډلې د گواښونو ترڅنگ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.

ددې دواړو مشرانو په مهمو خبرو کې د افغانستان مسلې ته هم ارزښت ورکړ شو او دواړو خواو په هغه هیواد کې د سولې او ثبات دپاره خپل هوډ تازه کړ.

د هند او امریکا تر منځ د لا نږدې اړیکو دپاره دواړه مشران ژمن ښکاري.

د هند او امریکا تر منځ د لا نږدې اړیکو دپاره دواړه مشران ژمن ښکاري.

جمهور رئیس اوباما پدې اړه داسې وویل، " مونږ نن د نړیوالو مسایلو او امنیتي گواښونو په اړه هم خبرې وکړې. مونږ په منځني ختیځ کې د ستونزو او آی اس په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې. په افغانستان کې مو د واک د بریالي او سوله ییز انتقال مسله دا اړتیا مو هم وڅیړله چې مونږ ټول باید په گډه کار وکړو چې هلته ثبات ډاډمن شي".

د هند صدراعظم د افغانستان سره د مرستی او د ټاکنو د پایلو په تړاو داسې غبرگون څرگند کړ "افغانانو دا وښوده چې دوي پر تاوتریخوالي او ترهگرۍ بریالي شول. مونږ د خپلو هیوادونو له خوا په همدې ساعت کې، په همغږۍ سره، د افغانستان سره د دوامدارې مرستې تعهد کوو."

جمهور رئیس اوباما پرون خپل میلمه د مارتین لوتر کینگ یادگاري څلي لیدو ته بوتلو څو په امریکا کې د مدني حقونو لوي مبارز ته د درناوي مراتب پر ځای کړی.

نرېندر مودي پخپل هیواد کې د اقتصآدی پرمختگ دپاره هڅې کوي.

نرېندر مودي پخپل هیواد کې د اقتصآدی پرمختگ دپاره هڅې کوي.

هغه وویل، " زه فکر کوم چې صدراعظم مودي د انرژۍ نه په ډک عزم او ارادې خپل مسایل څرگند کړل. هغه نه ېوازې د خپلې وینا په ترڅ کې په هند کې د شتو ستونزو په اړه خبرې وکړې، بلکه تر هغې لا مهمه دا چې په یو ویشتمه پیړۍ کې یې د هند په عظیمو فرصتونو هم رڼا واچوله."

د سرې غالۍ دغوړولو دا توده میلمه پالنه پداسې حال کی تر سره کیږی چې تر دې لس کاله وړاندې امریکا ته د ښاغلی مودي د راتگ دپاره د ویزه غوښتنه، په دوه زره دوهم کې د گجرات د پاڅون له کبله رده شوې وه.

هغه وخت د گوجرات په پاڅون کې تر زرو تنو زیات کسان چې اکثر پکې مسلمانان و، ووژل شول. ښاغلي مودي چې هغه مهال د گوجرات د ایالت اعلی وزیر و، په دې پېښه کې له جرم او خطا څخه تبرئه شو.

ښاغلي اوباما او مودي د سوداگرۍ، د اقلیم د تودوخې، پانگه اچونې، فضایی ماموریتونو، تعلیم او تربیې، ایبولا او تررزم سره پر مبارزې خبرې وکړې.

هغوي وویل د دوه زره یوم نه را پدې خوا د هند او امریکا ترمنځ د سوداگرۍ کچه پنځه برابره یعنی سل ملیارد دالرو ته اوچته شوې ده چې اوس باید دا کچه دوه برابره لا نوره هم لوړه شي.

هغه وویل، "هند زیات شمیر بي وزلي لري. زه نشم کولای چې هغوي پرېږدم چی لوږه وزغمي او زه پر مخ ولاړ شم. له همدې کبله باید د سوداگرۍ تسهیل او د خوراکي موادو امینت او خوندیتوب ته په گډه وده ورکړ شي."

د مخالف گوند کانگرس پارتی غړي ابیشیک مانو شینگ پدې اړه خپل غبرگون داسې څرگند کړ، "دا ډېره ښه خبره ده خو چې عملي شي. مونږ به د الفاظو پر بنسټ نه بلکه د عملی کار د نتایجو په لیدو قضاوت وکړو."

په نیویارک کې د هند د صدراعظم د هرکلي دپاره د هندي الاصله امریکاییانو غونده

په نیویارک کې د هند د صدراعظم د هرکلي دپاره د هندي الاصله امریکاییانو غونده

د تیرې یکشنبې په ورځ ښاغلی مودي د نیویارک په مدیسن گاردن نومی سیمه کې را غونډو کسانو ته چې په ولولو یی د هغه هرکلی وکړ وویل چې هندي الاصله امریکاییان، هند ته د راتگ دپاره د دایمی ویزې امتیاز لري.

ښاغلی مودي امریکا ته خپل لومړنی سفر په واشنگتن کې د هند سفارت ته نږدې د هغه هیواد د آزادۍ د نامتو لارښود، مهاتما گاندی، څلی ته په درناوي پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG