د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او هند د دفاعي همکاریو د پراخولو موافقه وکړه


امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ته نن په نوي ډهلي کې هرکلې وویل شو.
امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ته نن په نوي ډهلي کې هرکلې وویل شو.

ولسمشر اوباما وايي د اسیا د ارام سمندر د سیمې لپاره د " نوي لیدلوري " په اړه، د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره موافق او همغږی دی.

ډیلي ته له رسېدو څو ساعته وروسته، په یو ګډ خبري کنفرانس کې، ولسمشر اوباما دا خبره هم وکړه چې ده او ښاغلي مودي د خپلو دفاعي او امنیتي همکاریو " د پراخولو موافقه " هم وکړه.

ښاغلي مودي وویل د واشنګټن او ډیلي اړیکې په"یو نوي پړاوو " کې دي.

امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ته نن په نوي ډهلي کې هرکلې وویل شو. جمهور رئیس اوباما هندته د یو درې ورځني سفر لپاره تللی او هلته به د چاپېریال د بدلون، دفاعي او اقتصادي مسایلو په هکله هم خبرې وکړي.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما دهند په سفرکې دهند دآزادۍ د نامتو مشر مهاتما گاندي په زیارت - راج گهات – کې نن دهغه په درناوي، د ېکشنبی په ورځ د گلانو گېډۍ کېښودله. رپوټ وايی ولسمشر اوباما د هند دازادۍ ددغه نومیالي مشر ډېر درناوی اوستاینه کوي او دهغه د عدم تشدد فلسفی پرې ډېره اغېزه کړېده.

د زیارت چارواکیو ولسمشر اوباما ته ېوه څرخه ورکړله چې فقېد گاندهی به هغه په ځان داتکا دېو سمبول په توگه کاروله.

ښاغلی اوباما د امریکا لمړنی جمهور رئیس دی چې د هند د جمهوریت د ورځې د لمانځنې مراسمو کې د گډون دپاره بلل کیږي. هند به سبا دوشنبې د خپل دیموکراتیک اساسي قانون د عملي کولو د ورځې لمانځنه وکړي.

جمهور رئیس اوباما نن د رسیدو سره د هند د صدراعظم نرندرا مودي سره ولیدل.

د هرکلي په وخت کې د جمهور رئیس اوباما نه یو خبریال پوښتنه وکړه چې تاسو ویوی د هند د جمهوریت په ورځ کې گډون درته ویاړ دی؟

" بلی ، دا د ستر ویاړ ځای دی. موږ د فوق العاده میلمه پالنې نه ډیر خوښ یوو. ډیره زیاته مننه"

تردی وروسته جمهور رئیس اوباما د خپل هندي سیال جمهور رئیس پرناب مکرجي کورته روان شو.

راپورونه واېي چې د جمهور رئیس د سفر په ترڅ کې ترڅلویښتو زرو امنیني پرسونل په دندې گمارل شوی او پنځلس زره نوې قوي څارگرې کمرې په پلازمینه ډهلي کې نصب شوي دي.

د امریکا او هند ترمنځ اړیکې پدې وروستیو کلونو کې یوڅه کمزوری وې، خود تیرکال راهیسې چې صدراعظم مودي واک ته رسیدلې، په اړیکو کې پرمختگ راغلی.

امریکایي او هندي چارواکي په پام کې لري د اتومي انرژۍ د هغه ملیاردونو ډالرو په ظرفیت تجارت فعال کړي چې اوس بند دی. هند او امریکا په دوه زره اتم میلادي کال کې د ملکي اتومي همکاریو یو لوی قرارداد لاسلیک کړې.

" اوله خبره خو داده چی د اتومي وسلی مسله دومره اسانه نده چې حل شي. دا به د دواړو غاړو دپاره ډیره گرانه وي چې جوړجاړې وکړي، ځکه پدې برخه کې ډیر قوانین دخیل دي، په متحده ایالاتو کې چې اتومي راکړه ورکړه محدودوي او په هند کې چې د ٢٠١٠ کال د ملکي اتومي زیان په وړاندې د مسؤلیت قانون تصویب شو"

د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاشانک واېي، د تولیدوونکي په اړه مسولیتي ستونزه د متحده ایالاتو له لورې د ځنو ضمانتونو په ور کولو حل کیدلی شي.

" فکر کوم، موږ باید ددی ستونزې دپاره یو حل پیدا کړو او ترېوې اندازې د بیمې ځنې شرکتونه رامنځ ته کړو او د حکومتونو د اندیښنو په وړاندې ځنی ضمانتونه واخلو"

د دوشنبې په ورځ به جمهور رئیس اوباما د هند د جمهوریت د ورځې په جشن کې خاص میلمه وي. پدې ورځ هند د ١٩٥٠ میلادي کال هغه ورځ لمانځي چې خپل دیموکراتیک اساسي قانون عملي بڼه غوره کړه.

او ترهغې وروسته به جمهور رئیس او د هغه میرمن میشل اوباما سعودي عربستان ته لاړ شي او هلته به شاهي کورنۍ ته د شاه عبدالله د مړینې دپاره د تسلیت درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG