د لاس رسي وړ اتصالات

مودي: افغانستان کې سوله د هند او امریکا ګډ هدف دی


د هند صدراعظم نریندرا مودي په لومړي ځل د امریکا د کانګرس ګډې غونډې- د استازو جرګه او سنا- ته وینا وکړه. د ښاغلي مودي د خبرو مهمه برخه د امریکا او هند داړیکو د ستایلو تر څنګ، د تروریزم سره پر ګډې مبارزې ټېنګار و.

ښاغلي مودي همدغه راز په خپلو خبرو کې افغانستان هم یاد کړ او وویل چې افغانستان کې سوله د امریکا او هند ګډ هدف دی. هغه په افغانستان کې د سولې د پاره د امریکا د قربانیانو یادونه او ستاینه وکړه.

خو هغه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه جدي وبلله " ترویزم ښه او بد نلري او باید پر ضد یې تر وروستي حده مبارزه وشي. لشکر طیبه، طالب او داعش ګډه فلسفه لري او یوازې د دودیزو پوځي وسایلو په استعمال، استخباراتو او ډيپلوماسۍ سره دا مبارزه ګټل کېدی نشي".

هغه له افغانستان سره د خپلو مرستو د یادولو ترڅنګ هرات ته یې د خپل سفر او د سلما بند د پرانیستلو یادونه هم وکړه، چې د هند د شاوخو ۲۹۶ میلیونه ډالرو په مرسته رغول شوی دی.

امریکا او هند طبعي ملګري

ښاغلی مودي همدغه راز امریکا د هند طبعی ملګرې یاد کړه، او وویل له متحدو ایالتونو سره چې څومره راشه درشه لري، د نړۍ له بل هېڅ یو هېواد سره یې نلري.

هغه د بېلګې په ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې، انټرنټي بریدونو د مخنیوي، ساینس او تکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د خپلو ګډو همکاریو یادونه وکړه.

دا امریکا ته د ښاغلي مودي اووم سفر دی، خو دا لومړی ځل و چې د امریکا د کانګرس ګډې - داستازو او سنا- غونډې ته خبرې وکړې.

ښاغلي مودي نن کانګرس ته تر وینا مخکې د امریکا له ولسمشر اوباما سره هم ولیدل او د دواړو هېوادونو په اړیکو وغږېدل.

XS
SM
MD
LG