د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د سیک اقلیت خلک په امریکا کې د سکانو په یوه گورداره باندې د حملې له امله ډیر خفه او خوابدي دي او غواړي چې امریکا کې د دوي د گوردارو کلکه ساتنه وشي.
په هند کې سک مذهبي مشرانو او سیاستمدارنو نه نیولې تر عادي خلکو پورې ټول په ددې خبرې په اوریدو په غصه دي چې د امریکا په ویسکانسن ایالت کې د سکانو په گورداروه کې د ډزو له امله د دوي کسان وژل شویدي

په دې ډزو کې اووه کسان وژل شویدی چې خپله حمله کونکی هم پکې شامل دی.
د هند لومړي وزیر من موهن سنگ چې خپله هم سک دی، په خپلې یوې بیانیې کې یې ویلی دي چې دا ډیر د خفگان ځای دی چې څوک په داسې بې دردۍ او ناځوانۍ سره د مذهبي مراسمو په وخت خلک ووژني.

هغه هیله څرگنده کړیده چې امریکا به د داسې پیښو د تکرار مخه ونیسي.

د هند په شمالي ایالت پنجاب کې چیرته چې سکان پخپله په اکثریت کې دي هلته مذهبي مشرانو غوښتنه کړیده چې باید د سک عبادت کونکو امنیت سخت ونیول شي.

دغه ایالت کې د سکانو د تنظیم مشر اوتار سنگ وایی چې ددې پیښې سره په ټولې نړۍ کې سکان ډیر د ویر په حال کې دي
هغه داسي وايي: ،،زه د امریکا د دولت نه غوښتنه کوم چې ددې پیښې په لړ کې باید قانون عملی شی او د سکانو امنیت باید کلک ونیول شی. همداراز په ټولو مذهبي ځایونو کې باید امنیت دپاره قوي گامونه واخیستل شي.،،


بلي خواته د هند په شمالي ښار جمو کې په لسهاو کسان راوتي وو او د دې پیښې په غبرگون کې یې مظاهرې وکړې. خلکو په لاسونو کې لوحې نیولی وې چې ورباندې لیکل شوی وو چې امریکا کې باید د وسلو په ازاد خرڅون بندیز ولگېږي. سک مشرانو غوښتنه کړیده چې باید داسې پلټنې وشي چې ددې پیښې اصلي عامل معلوم شي. د هند د بهرنیو چارو دپاره د دولت وزیره پرنیت کور چې خپله هم سکنه ده وایي چې باید عدالت تامین شي
هغه وای،، موږ د امریکا جمهورریس ښاغلي اوبامه ته غږ رسولی دی. هغه هم پخپله په دې پیښې خفه شویدی. هغه ویلي دي چې سکان د امریکا د گڼو مذهبونو د ټولنې یو مهم عنصر دی او دې پیښې په لړ کې به سخت او جدي گام اخلي. مونږ په دې برخه کې نورو تفصیلاتو ته منتظر یو . زموږ زړونه هم دردیدلي دي او چا چې پکې خپلوان قربان شویدی هغو سره خواخوږي کوو.،،

سکان په هند کې د نفوس په سلو کې دوه برخې تشکیلوي خو د هیواد د خوشاله ټولنو په جمع کې یادیږي
XS
SM
MD
LG