د لاس رسي وړ اتصالات

گرمۍ په هند کې تر سلو زیات کسان وژلي


د هند جنوبي ایالتونه تر ټولو زیات گرمۍ ځپلي او زیات کسان په کې تلف شوې دي.
د هند جنوبي ایالتونه تر ټولو زیات گرمۍ ځپلي او زیات کسان په کې تلف شوې دي.

هندي حکومتي مقامات وایي چې په دې هیواد کې د گرمۍ له کبله څه دپاسه سل کسان مړه شوي دي. د هیواد په جنوب کې په تیلانگانا ایالت کې ۴۵ تنه، په اندراپردیش کې ۱۷ تنه او په اودیشا کې ۴۳ تنه تلف شوي دي.

د می او جون میاشتې په هند کې تر ټولو گرمې میاشتې دي، خو د دوبي په پیل کې همدا اوس ددې هیواد په یو شمیر ایالتونو کې د حرارت درجه د سانتیگراد ۴٠ درجو ته لوړه شوې ده. په هند کې سختې گرمۍ تیر کال څه دپاسه ٢٥٠٠ تنه وژلي وو.

یو شمیر خلک له گرمۍ څخه تښتي او خپله ورځ د رودونو او اوبو په غاړه په لامبو کولو تیروي
یو شمیر خلک له گرمۍ څخه تښتي او خپله ورځ د رودونو او اوبو په غاړه په لامبو کولو تیروي

د هند د هوا پیژندنې د ادارې رئیس وای کی ریدي، د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې د ۲۰۰۶ کال راهیسې د سږکال اپریل میاست په دې اداره کې تر ټولو گرمه اپریل میاشت ثبت شوی ده.

ښاغلي ریدي اندیښنه څرگنده کړې ده چې د تیلانگانا په ایالت کې ښایي د مړه شمیره اوچته شي. هغه وویل چې حکومت د گرمۍ د څپو د رامنځ ته کیدو په هکله خبرداری ورکړی دی او له خلکو یې غوښتي دي چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي.

د بېړنیو اقداماتو په لړ کې په تیلانگانا او اودیشا کې ښوونځي د ټاکلي وخت څخه دوه اونۍ دمخه رخصت شوي دي او د اودیشا ایالت محلي مقاماتو ساختماني کارگرانو ته لارښوونه کړې ده چې د ورځې په گرمو شیبو کې خپل کار ودروي.

هندي کارگران تر ټولو زیات د گرمی هوا له گواښ سره مخامخ دي
هندي کارگران تر ټولو زیات د گرمی هوا له گواښ سره مخامخ دي

د هند په گاونډ کې پاکستان چې تیر کال په څو لسیزو کې د بیسارۍ گرمۍ سره مخامخ شوی و، غواړي چې په خورا گرمو سیمو کې شاو خوا ٥٠٠ یخ پناه ځایونه او د سړو اوبو د ویشلو مرکزونه جوړ کړي.

تیر کال په پاکستان کې ۱۰۰۰ تنه د روژې په میاشت کې چې د سختې گرمۍ موسم و د جل وهلو او د بدن د مایعیاتو د لاسه ورکولو له وجې مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG