د لاس رسي وړ اتصالات

هندي سرمایه دار ۲ میلیارده ډالره خیریه مرسته کړې


هندي سرمایه دار ۲ میلیارده ډالره خیریه مرسته کړې
هندي سرمایه دار ۲ میلیارده ډالره خیریه مرسته کړې

یوه هندي سرمایه دار ژمنه کړې ده چې د ښوونې او روزنې د برخې سره به د دوو میلیاردو ډالرو مرسته وکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې د ده دا کار به نور شتمن کسان ودې ته وهڅوي چې د هغه بیلګه تعقیب کړي.

د سافټ ویر په برخه کې د سرمایه دار اعظیم پریم جي پریکړه چې وايي د ښوونې او روزنې د برخې سره به د ۲ میلیاردو ډالرو مرسته وکړي، د هند په تاریخ کې تر ټولو غټه خیریه مرسته ده چې کېږي.

دغه پیسې به د یوه نوي خیریې وجهي صندوق په مرسته د ملک په پرتو سیمو کې پر روزنیزو او نورو پراختیايي پروژو باندي ولګول شي.

پریمجي په هند کې دریم غټ سرمایه دار کس دی، هغه په یوې بیانیه کې وویل چې د هغه هدف د دې اقدام نه دا دی چې غواړي په هند کې د ښې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې هند ۱،۲ میلیارده نفوس لري او ۱ په درو کې یې بې سواده دي.

د هغه دې مرسته داسي هیلې پیدا کړي دي چې نور شمتان هندیان به هم د هغه دغه لاره تعقیب کړي.

کارپوهان وايي چې هندیان د سخاوت یو خاص کلتور لري خو ددغو مرسته زیاته برخه د ټولنۍ نږدې کسانو، په کورونو کې خدمت کونکو او عبادتګاوو ته ځي.

دوی وايي چې د شتمنو هندیانو او شرکتونو له خوا د تنظیم شویو خیریه مرستو کچه سوکه ده، په داسي حال کې چې په دې ملک کې د شتمنو خلګ شمیر د اقتصاد د ودې سره زیاتېږي.

په هند کې ۵۲ میلیارډران او ۱۲۵ زره میلیونران سته خو د چارو کارپوه پریا ویشونات وايي چې په هند کې په غټه سطحه خیریه مرستې لا زیاتې رواج شوي نه دي.

هغه داسي واي،،که چیري د غټې سطحې د مرستې موضوع مطرح شي چې په آمریکا او بریتانیا کې یې تجاران د خیریې موسسو سره کوي نو زه فکر کوم چې هند په دې برخه کې شا ته پاته دی او ډیر اوږد مزل په مخ کې لري. د بیل ګیټس او وارن بوفیت په شان د خیریه مرستو په باب جدي شکونه موجود دي چې دا کار دي په هند کې هم وشي. خو د اعظیم پریم جي وروستي اقدام تشویق کونکي نښې نښانې رامنځ ته کړي چې د هغه لاره به نور شتمن هندیان هم تعقیب کړي.،،

په هند کې د خیریه موسسو د بودیجې یواځي ۱۰ په سلو کې د شرکتونو او تجارانو نه راځي په داسي حال کې چې په آمریکا کې دغه فیصدي ۷۵ په سلو کې ده.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG