د لاس رسي وړ اتصالات

هند د چین سره خبري ځنډولي دي


China India
China India

ټاکل شوې وه چې نن د دوشنبې په ورځ به د هند او چین ترمنځ د سولې د خبرو نوی پړاو پیل شي خو دغه لیده کاته هند وځنډول. د نوي ډیلۍ نه د امریکا غږ خبریالې انجانا پسریچا ریپوټ راکوي چې دغه اقدام ته د دواړو آسیايي قوي هیوادونو د سیاسي مخالفت په سترګه کتل کېږي.

ټاکل شوې وه چې نن د دوشنبې په ورځ به د چین او هند ډيپلوماتان د هند په پلازمېنې نوي ډیلۍ کې د یوې دوې ورځنې غونډې په لړ کې سره وګوري او د لسیزې راهیسې هغه د ځمکي پر سره راپوري شوي جنجالونه حل کړي.

خو د تیرې اونۍ په پای کې هندي چارواکو اعلان وکړ چې دغه خبري ځنډول شوي دي او دواړه هیوادونو پر یوې بلې نېټې باندي غور کوي چې دغه خبري بیا د سره پیل کړي.

په هند کې کورنیو رسنیو ريپوټونه خپاره کړي دي چې هند په دغه اقدام باندي وروسته له هغه نه لاس پوري کړ چې بیجینګ د هند نه وغوښتل چې په هند کې دي د چارشنبې د ورځې هغه نړیوال مذهبي کنفرانس فسخه کړي چې په کښي د تیبیانو روحاني مشر دالي لامه خبري کوي. هند د چین دا خبره نه ده منلې او وايي چې دا یو مذهبي او کلتوري کنفرانس دی چې باید ترسره شي.

چینايي چارواکي تل د تیبیتیانو د روحاني مشر دالای لامه دغه راز په عامه راښکاره کیدل او ویناوې غندي او وايي چې دغه راز لیده کاته پر تیبیتایانو باندي د چین واکمني د ستونزو سره مخامخوي.

د دوشنبې په ورځ د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند هانګ لي په نوي ډیلۍ کې د نړیوال کنفرانس په هکله تبصره ونکړه خو دومره یې وویل چې بیجینګ د هر هغه هیواد مخالفت کوي چې د تیبیت د روحاني مشر دالای لامه دپاره زمینه مساعدوي چې خبري وکړي ځکه هغه د مذهب په نامه د بېلتون هلې ځلې کوي.

خو په نوي ډیلۍ کې د دالای لامه ویاند تمپا تسیرنګ هغه هڅه رد کړې چې وايي ددغه مذهبي غونډې ته سیاسي بڼه ورکوي.

تی سیرینګ داسي وايي: ،،دا یوه مذهبي ناسته ده او بله هیڅ موخه نلري او نه نور اهداف لري. مونږ ددغه راز غونډو نه د خلګو د اهدافو او هڅو په ترلاسه کولو کې ناوړه ګټه نه اخلو. زه ډیر خواشینه یم چې چین تل دغه راز نیوکې کوي.،،

خو د نوي ډیلۍ د جوهر لال نیهرو د پوهنتون نه د چینايي چارو د زده کړو پروفیسوره الکا اچریا وايي چې ستونزه هغه وخت راپورته شوه چې سیاسي او مذهبي کنفرانس دواړه په عین نیټې کې برابر شول. نوموړې وايي چې ښايي په بیجینګ کې ددغه کنفرانس په هکله د هند د نقش په هکله شکونه موجود وي.

هغه داسي وايي: ،،ستونزه هغه وخت رابرسیره شوه چې شکونه پیدا شوه چې په دې کنفرانس کې ښايي هند دخیل وي. زه فکر کوم چې د هند حکومت دا په ښکاره توګه په ډاګه کړې چې حکومت په دې کنفرانس کې هیڅ ډول د خالت نلري. له بدله مرغه ځیني وخت چین داسي تمې کوي چې هند یې نشي کولای پرځای کړي،،.

د یادونې وړ ده چې د چین او هند ترمنځ د درو لسیزو راهیسي خبري راونې دي چې د پولې پر سر راپورته شوي جنجالونه حل کړي خو په دې برخه کې لږ پرمختګ شوی دی.

نوې ډیلۍ ادعا کوي چې چین یې د کشمیر په برخه کې ۳۸۰۰ کیلومیټره مربع ځمکه قبضه کړې ده.

XS
SM
MD
LG