د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ښځو هندي موډ لباسونه ډیر عام شوي


افغانستان کې د ښځو هندي موډ لباسونه ډیر عام شوي

افغانستان کې د ښځو هندي موډ لباسونه ډیر عام شوي

زیات شمیر ښځې چې په ښارونو کې استوګنه لري، کوشش کوي چې د هر واده او هر محفل لپاره نوې ډیزاین بیلا بېلې جامې واخلي، چې اوس مهال دغه رواج په کلیو کې هم پیدا شوی، خو د ښار په نسبت کم دی.

هغه کورنۍ چې اقتصاد یې چندان ښه نه وي، هغوي بیا هغه لباس چې په یوه مجلس کې یې اغوستې وي، پر دوکاندارانو په کمه بیه پلوري او په بدل کې یې د څو افغانیو په اضافه کولو بل ډیزاین جامې اخلي.

څو تنه ښځې چې د واده په خاطر په یو دوکان کې سودا کوي او د ناوې لپاره جامې اخلي دغه میرمنې چې له خبرو کولو یې ډډه کوله یوازې دومره یې ویل چې د خوښیو په محفلونو کې باید نوی لباس واغوندي، او داسې لباس واغوندي چې بل چا نه وي اغوستې.

یوه بله ښځه چې د ځان لپاره یې جامې خوښولې د خپل زړه خبره یې وکړه او ویې ویل چې د نوي لباس له اغوستو لذت اخلي او ژوند هم د همدې لپاره دی، هغې یوازې همدغه څو خبرې وکړې:

"اکثره ښځې کوشش کوي نوې جامې چې بازار ته راوځي هغه واخلي او وایغوندي چې په ودونو او محفلونو کې ښې ښکاره شي"

د افغانستان په لویو او وړو ښارونو کې په زیاته اندازه ښځینه هندي، او چینايي تیارې ګڼدل شو ې جامې پلورل کیږي، خو د چینايي لباسونو په پرتله هندي لباس زیات بازار لري.

دوکانداران وایې چې یوه جوړه تیارې هندي جامې چې خلک یې د ناوو لپاره اخلي، له پنځه زره افغانیو نه تر پنځه دیرش زره افغانیو پورې قیمت لري د کندوز د ښار یو تن دوکاندار وایې: (( زما په دوکان کې بیلا بیل ډول جامې دي چې قیمت یې له زرو افغانیو نیولې تر پنځه دیرش زرو افغانیو پورې"

هغه وایې چې اکثر ښځې یوه جوړه جامې یو ځل اغوندي، هغه یوې جوړې ته لاس نیوه چې دغه جامې شراره نومیږي پنځه دیرش زره افغانۍ چې د (۷۵۰) ډالرو معادل دي بیه لري:

"یو ځل چې یې واغوستې بیا اکثره ښځې وایې چې یو ځل یې اغوستې بیا یې نه اغوندي"

د افغانستان لویو ښارونو کابل، هرات، مزارشریف، جلال اباد، او کندوز ته په زیاته اندازه ښځینه هندي او چینایې لباسونه د سوداګرو له خوا راوړل کیږي چې له دغو ښارونو یې واړه سوداګر نورو ولایتونو ته وړي.

د کندوز د ښار یو بل دوکاندار بیا وایې چې د ښځینه هندي ډیزاین جامو په زیات رواجیدلو کې هغه سریالونه زیاته ونډه لري چې له افغاني تلویزونونو څخه نشریږي: "مونږ چینایی او هندي لباسونه له کابل نه راوړو په اخترونو او د ودونو په موسم کې زیات خرڅیږي، که یوه ښځه راشي وایې په دغه نامه جامې را کړه، په هندي سریالونو کې چې کومې جامې وګوري، د همغه چا په نامه یې بیا یادوي چې په سریال کې کومې ښځې اغوستې وي"

د کندوز یو بل دوکاندار هم همدغه خبره کوي: "ما ښام یې په تلویزون کې وګوري سهار راشي وایې چې فلانی لباس راکړه، او فلانې..."

د کندوز ښار دوکانداران دا هم وایې چې دوي ځینې جامې ښځو ته په کرایه هم ورکوي: "داسې جامې هم لرو چې په کرایه یې ورکوو، یو جوړ جامې په زر، اته سوه، یا پنځه سوه افغانۍ په کرایه ورکوو."

د کندوز په ګډون د افغانستان په نورو ښارونو کابل، هرات او مزارشریف کې له هندي لباس پرته ځینې هندي کلتوري کارونه هم رواج شوي دي، په هندي ټولنه کې هغه ښځې چې واده شوي وي یو ډول غاړکۍ چې منګلسوتر ورته وایې په غاړه کې اچوي، خو په افغانستان کې له ښځو پرته پیغلې نجونې هم له هندي لباس ساړي سره یو ځای منګلسوتر په غاړه کوي.

XS
SM
MD
LG