د لاس رسي وړ اتصالات

پر هند باندي د فایلن په نامه سمندري توپان راغی


د هند په ختیځ کې ساحلي سیمې د فایلن په نامه سمندري توپان ځپلي دي. ددغه توپان مخکي له مخکي اټکل شوی و او هندي چارواکو د پنځو لکو شاوخوا خلګ د خپلو کورونو څخه لوړو او خوندي سیمو ته انتقال کړي دي.

د هوا پېږندنې د چارو ماهرینو پرون لا ددغه توپان پیشبیني کړې وه کله چې توپان لا د بنګال په خلیج کې و . دغه توپان د هند په تاریخ کې تر ټولو غټ سمندري توپان بلل شوی دی.

د هند د هواپېږندنې د ادارې څخه سیاینپوه بي کې بندوفادې د توپان د رارسېدو نه مخکي داسي وویل ،،ترهغه چې د دې توپان خبره مطرح دا توپان به د سمندر څپې ۳.۵ میترو ته پورته کړي او د شمالي انترا پردیش د سیرکاکولم سیمه، د اوریسا څلور ولسوالۍ لکه جګتسینګ پور، پوري او خوردا به اغیزمنې کړي.،،

د هند حکومت د توپان د راتلو نه مخکي ساحلي سیمو اوسیدونکو ته خبر ورکړی و چې ژر تر ژره دي خوندي ځایونو ته ووځي. د حکومت د بیړني حالت ټیمونه سیمې ته د توپان د رارسېدو مخکي له رسیدلي وو.

د هند د اضطراري حالاتو د ملي ادارې مرستیال داسي وویل ،،زمونږ د ادارې ۱۲۰۰ کسه اوس د اوریسا ایالت په بیلابیلو سیمه کې دي. ټول ۲۸ ټیمه دي چې ۵ یې احتیاطي ټیمونه دي او ۲۳ نور یې د ضروري ټیمونو په توګه په بیلابیلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. د انترا پردیش په ایالت کې هم ۶۰۰ کسه لرو. په دې ایالت کې هم ۱۱ ټیم ضروري دي او ۴ ټیم احتیاطي دي چې ټول په سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. د هیواد اردو، هوايي قوه او سمندري قوه ټول د آماده باش په حال کې ده.،،


د اوریسا او انترا پردیش ایالتونو چارواکو ویلي دي چې فایلن په سیمه کې کښېنستلی دی او سرعت یې ۲۲۰ کیلیومټره دي.


هندي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د توپان له کبله به زراعتي ځمکې، کلي، کاریزونه او زړې ودانۍ ویجاړي شي او دغه راز به په ځینو سیمو کې د بریښنا اوبو او اورګاډي خدمات هم بند شي.


ورته سمندري توپان په کال ۱۹۹۹ کې هم د اوریسا په ایالت کې راغلی و چې لږ تر لږه لس زره کسان یې ووژل.
XS
SM
MD
LG