د لاس رسي وړ اتصالات

هند د خپلو بې وزلو دپاره خوراکي پروګرام پیل کړی


د هند حکومت د بې وزلو خلکو سره د مرستې په خاطر د غذایي موادو یو پراخه پروګرام اعلان کړی دی.

حکومت دا کار د پارلمان د منظورۍ نه پرته وکړ او د خپل اجرایوي او اداري صلاحیت نه په استفاده یې د چارشنبی په ورځ یادشوی قانون اعلان کړ چې له مخی به یی دهند حکومت د ملک تقربیا اویا فیصدو بې وزلو وګړو ته په وړیا توګه غذایي مواد ورکړل شي.

توقع ده چې دهند ولسمشر پراناب موکرجی به د پنجشنبی په ورځ د غذا د مصونیت ملي قانون لاس لیک کړي چې سمدستي به نافذیږي، خو وروسته به پارلمان ته هم ولیږل شي چی وروستۍ او دایمي قانوني بڼه ورته ورکړل شي.

څیړونکي وایی د دې نوي پروګرام هدف دا دی چې بل کال د انتخاباتو نه مخکي په خلکو کی د واکمن کانګرس ګوند محبوبیت زیات شي.

د حکومت د مخالفو ګوندونو مشرانو په دې اړه خپله اندیښنه ښودلې ده او دا پوښتنه یې کړې چې حکومت ولي په دومره بیړه او عجله دا قانون د پارلمان د منظورۍ نه مخکي نافذوي. دوي وايي چې پر دې قانون باندي باید پارلمان بحث وکړي.

ملګری ملتونه وایي چی په هند کې د افریقا د بیدیا په مقایسه ډیر خلک د سختې لوږی له امله د سویی تغذیې ښکار کیږي. د ملګرو ملتونو د یونیسیف اداره وایي چې په هند کې په هرو دریو ماشومانو کې یی یو ماشومان په سوی تغذي اخته دی او سم نیمایي ماشومان د لوږې په وجې مړه کیږي. زیاتره خلک معمولا په وریجو او غنمو ګزاره کوي چې ځیني مهم او ضروری ویټامینونه او مینرالونه نه لري.
XS
SM
MD
LG