د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د دویمې ورځې لپاره د یوې میرمنې په خاطر مظاهرې وشوې


پولیسو د هند په پایتخت کې په مظاهره چیانو باندې اوښکي بیوونکی گاز او اوبه شیندلی دي. نن دویمه ورځ ده چې دغه مظاهره چیان غونډ شویدی او د هغې زده کونکې په حق کې عدالت غواړي چې څو کسو وهلې ټکولې او په عزت یې تیری کړیدی.

مظاهره چیانو نن په نوي ډهلۍ کې په داسې حال کې د عدالت چغې او نارې وهلې چې پولیسو کوښښ کاوه چې لاریون کونکي کنترول کړي.

پولیس وايي، هغه شپږ کسه یې نیولي دی چې فکر کوی د دې پیښې اصلي لاملین دي. پولیسو دغو کسانو ته چې گومان کېږي ددې پیښې عاملین وي د عمر قید سزا غواړي.

په دغې ښځې باندې چې هغه او یو ملگری یې په نوي ډهلۍ کې په یو دربس سرویس موټر کې سپاره شول، حمله وشوه. چارواکي وايي یو ډله نارینه وو د هغې په عزت تیری وکړ، دواړه یې د وسنپې په سیخانو ووهل او وروسته په یو سړک وغورځول. دغه ښځه د سختو زخمونوله کبله په روغتون کی بستري ده.

د هند د کورنیو چارو وزیر آر کې سنگ پرون د دغسې تشدد د مخنیوی دپاره یو لړ اقدامات اعلان کړل. ښاغلي سنگ وویل د سرویس د موټروانانو لایسنسونه به په منظم ډول کتل کیږي، هغه سرویسونه چې ښیښې یی توری رنگ شوی وي نور نه شی چلیدلی او پولیس به په ملکي جامو کی په سرویسونو کی موجود وي.

مقامات به همدغه راز هغه موټروانان ونیسي چې نشه وي او موټر چلوي.
سږ کال په نوی ډهلی کی تر اوسه پورې د جنسي تیري د 600 پیښو رپوټونه ورکړل شویدي .
XS
SM
MD
LG