د لاس رسي وړ اتصالات

هند ته د ښځینه سیلانیانو شمیر يو په درو کې لږ شوی


په یوې نوې سروې کې راغلي دي چې په تیرو درو میاشتو کې وروسته له هغه نه چې د جنسي تیري څو پېښې په هند کې رامنځ ته شوې، دغه هېواد ته د ښځینه سیلانیانو په شمیر کې یو په درو کې کموالی راغلی دی.



د هند د سوداګرۍ او صنعت خونې په خپل یوه ریپوټ کې چې روانۍ اونۍ یې خپور کړی دی ویلي دي چې په مجموعي ډول هند ته د سیلانیانو ورتګ ۲۵ سلنه راکښته شوی دی.


په یادشوې مطالعې کې په ټول هند کې د ۱۲۰۰ سفر تنظیمونکو څخه پوښتنې شوي دي او ټولو په هند کې امنیتي ملحوظات او په نړۍ کې اقتصادي رکوت په هند کې د سیلانیانو د شمیر د کمیدولامل ګڼلی دی. د سیاحت په موسم کې اوس اکثر سیلانیان د آسیا نورو هیوادونو لکه مالیزیا او ټایلند ته په سیل ځي.



دغه راز د سفر تنظیمونکو ۷۰ سلنې دا هم ویلي دي چې په تیرو درو میاشتو کې د امریکا، کاناډا او آسټرالیا څخه ښځینه سیلانیانو هند ته خپل سفرونه لغوه کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د تیرکال د ډیسمبر په میاشت کې پر یوې ۲۳ کلنې انجلۍ باندي د نوې ډیلۍ په ښار کې په ډله ایزې توګه تیری وشو او له امله یې په ټول هند کې د ښځو سره د ناوړه چلند پرضد غبرګونونه څرګند شول. په زرګونو تنه خلګ د هیواد په ګوټ ګوټ کې لارو کوڅو ته په اجتجاج راووتل.
XS
SM
MD
LG