د لاس رسي وړ اتصالات

په انډونیزیا کې سمندري توپان ډیره تباهي کړې


په انډونیزیا کې سمندري توپان ډیره تباهي کړې
په انډونیزیا کې سمندري توپان ډیره تباهي کړې

په داسې حال کې چې پرون په اندونېزېا کی د دوو طبېعی افتونو په نتېجه کی ېو سلو اوېا کسان مړه شوي دي، جمهور رېس سوسېلو بامبنگ ېوډو نوېو چې فعلا په وېتنام کی په ېوه کانفرانس کې برخه اخلی ، خپل هېواد ته نن راستنېږی چې دنجات او ژغورنی دعملېات سرپرستی وکړی.

نن د لومړي ځل لپاره د مېنټاوی لېری پرتو جزېرو ته دنجات او ژغورنی کارکوونکي په هلېکوپترو او الوتکو کی راورسېدل. ددوشنبی په ورځ په مېنټاوې کې پوره پوره کلي دېوه سمندری طوپان له امله وران شوي دي او په اوبو کې ډوب دي.

دسونامی په نامه سمندری توپان څپی چه درې متره لوړې وې ، دسمندر په تل کی دېوې سختی زلزلی نه وروسته راپورته شوې. دنجات او ژغورنی عملې تراوسه پوری ېو سلو څلور پنځوس مړی موندلی دي او څلور سوه کسان اوس هم ورک دي.

له بلی خوا ، په مرکزی جاوا کې دحکومت مامورانو ووېل دسه شنبی په ورځ د ېوه اور غورځوو نکي غره نه د وېلی شوېو موادو درابهېدلو ېا شېندلو له امله نهه وېشت کسان په گرمه اېره کی سوځېدلي اومړه شوي دي.

پردی سربېره، له اورشېندي غره نه سوځوونکي گازات هم راوتل . په وژل شوو کسانو کې ډېر سپېن ږېری سړی چې د مېراپی د اور غورځونکي غره د دروازې د روحانی څوکېدار په نامه ېې شهرت درلود هم شامل دی.

دېرش زره خلک ددغه غره په لمنه کې دشاوخوا سېمونه وتلی دي ځکه چې ډېر زېات کورونه سوځېدلی دي.

د اندونېزېا حکومت چارواکی واېې امکان شته چه دمېراپې له اورشېندونکي غره نه نورې وېلې شوي هم وشېندل شي .

XS
SM
MD
LG