د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې افغان کډوال د نامعلومه برخلیک سره مخ دي


په زرګونو کډوال د اندونیزیا د لویدیځې جاوا په سیساروا نومي ښارګوټي کې ژوند کوي. دوي د کار اجازه نلري، ماشومان یی ښوونځیو ته نشي تلای او سفر هم نشي کولای.

د اندونیزیا حکومت هم دوي د پامه غورځولوي دي ځکه دوي د مهاجرینو یا ریفوجي په صفت نه پیږندل کیږي.

دغه کډوال دې ته انتظار باسي چی د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا ځای په ځای شي.

خو فوټبال دغو کډوالو ته لدې ستونزمنو حالاتو څخه د تیښتې یوه لاره پرانستې ده. په ځانګړي ډول ځوانو نجونو ته چې په خپل هیواد کی یې خپله دا علاقه په آزاده توګه نشوال پوره کولای .

په سیساروا کې د فوټبال میدان د لوبغاړو له هیجان او خوشحالۍ څخه ډک وي. د جاوا په لویدځ کې په یوه وړکوټي ښارګوټي کې د افغانستان او پاکستان څخه راغلي کډوال اوسیږي.

مدیحه علي د پاکستان د کوټې څخه راغلې کډواله ده چی په اندونیزیا کی د خپلی کورنۍ سره د دوه زره دیارلسم کال نه راپدې خوا ژوند کوي.

دهغې دپاره فوتبال د مهاجرت له کړاونو څخه د تیښتې یوه ذریعه ده.

علي داسې وايي ،،د فوټبال لوبه زما ډیره خوښيږي. دا زما دپاره یوازی یو سپورت ندی بلکې داسې یوه بوختیا ده چی هره ستونزه او اندېښنه می ورسره هیره شي. بس یوازي پر توپ او لوبو تمرکز کوم.،،

مدیحه د هغو زرهاو مهاجرینو له جملی نه ده چی په اندونیزیا کی په موقتي توګه اوسیږي.

مدیحه علي په قوم هزاره ده. هزاره ګان په افغانستان کی اقلیت کڼل کیږي او وایي پخپل هیوا کی د تبعیض سره مخ دي.

په سیساروا کې شاوخوا درې زره هزاره ګان اوسیږي. دوي دیته سترګی په لاره دي چې د ملګرو ملتونو له خوا په بل هیواد کی د پناه اخیستو دپاره معرفي شي.

دا بهیر د څلورو نه نیولی تر شپږو کلونو پوري وخت نیسي چې پدې موده کی دوي بل ځای ته د تګ، تحصيل او یا هم د رسمي کار کولو اجازه نلري

پر ځای یې د مهاجرینو په یادشوي کمپ کې پخپله د کډوالو په لاس یو بل ته د ابتدایی زده کړو زمینه برابره شوې ده.

اسد شادان د مهاجرینو د مرکز منتظم دی. هغه داسې وايي ،، د ښوونکو د ریسه هیات غړي او هر هغه کسان چی پدی تعلیمي مرکز کی کار کوي دوي ټول رضا کار ان دي چې د مهاجرینو دپاره خیریه کار کوي دوي ماشومانو ته په وړیا ډول ابتدایی زده کړې ورکوي او پیسې نه اخلې.،،

د سیمې ځوانان په هره دوو اونیو کې یو ځل د فوټبال په تمریناتو کی هم برخه اخلي.

دوي دا د ژوند د ترخه حقیقت او نوي کور ته د سخت انتظار د فکر څخه د تیښتې یوه ښه لاره بولي.

د مدیحې په شان د ځوانو نجونو دپاره فوټبال یوه نوې داسی مشغولتیا ده چی په خپل هیواد کی یې دا کار په آزاده نشو کولای.

،،زمونږ په هیواد کې ټولنه او ټولیز دودونه خورا د تعصب نه ډک دي په ځانګړې توګه زما د هزاره ګانو پخپله ټولنه کی دا هغه ټولنه ده چې نجوڼې په ازاده توګه فوتبال یا کوم بل ورزش د کولو اجازه نلري. ما پخپل هیواد کی هیڅکله فوتبال ندی کړی دا زما لومړی ځل دی چې په ژوند کی فوټبال کوم.،،

مدیحه او ملګري یی راتلونکی ته خوشبینه ښکاري او پدی باور دي چې دوي به خپل دغه ارمان ته ورسیږي چی په یوه خوندي هیواد کې خپل کور ولري.

XS
SM
MD
LG