د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې د اورګاډو ټکر غټه مرګ ژوبله اړولې


په اندونیزیا کې د اورګاډو ټکر غټه مرګ ژوبله اړولې
په اندونیزیا کې د اورګاډو ټکر غټه مرګ ژوبله اړولې

په اندونیزیا کې د اورګاډي د ټکر او اور په دوو جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ کسه ووژل شول او په سلګونو نور تپیان شول. دغو دواړو پېښو د دغه ملک د ترانسپورت د بنسټ په باب نوې پوښتنې راپارولي دي.

نن د جمعې په ورځ سهار وختي د جاکارتا په ۲۷۰ کیلومیټرۍ کې دوو مسافر وړونکو اورګاډو ټکړ وکړ او تقریبا د دې پېښې نه نیم ساعت وروسته د جا وا په لویدیځه وچه کې په یوې کښتۍ کې اور ولګید.

د ژغورنې کوچنۍ کښتۍ د پېښې سیمې ته ور واستول شوې او ۴ ساوه مسافرین یې خوندي ځایونه ته انتقال کړل. تلویزوني تصویرونه ښيي چې د کښتۍ نه د اور لمبۍ او دودونه پاوا کېږي. د اندونیزیا د ترانسپورټ وزارت وايي چې په دې باب یې تحقیات پیل کړي چې دا اور ولي ولګید.

په دغو دو پېښو کې په سلګونو کسان ټپیان شول.

په عین حال کې د ترانسپورټ د وزارت ویاند بامبنګ ایروان وايي چې دواړو اورګاډو چې د بندنګ او سوربایا ترمنځ په حرکت کې وو، د تخنیکي ستونزې له کبله یې ټکر وکړ.

د اندونیزیا د اورګاډي سیستم زوړ دی او په سمه توګه یې ساتنه نه کېږي. د ترانسپورټ د چارو ماهرین وايي چې د حکومت او د هغه کمپنۍ ترمنځ چې د اورګاډو د چلولو مسولیت لري یو لړ جدي ستونزې موجودې دي چې دغو ستونزو د اورګاډو د مصونتیا په باب خلاګانې راپیدا کړي دي.

دننګ پرکیست په اندونیزیا کې د یوې غیر دولتي موسسې مشر دی چې د ترانسپورټ په برخه کې کار کوي هغه وايي،، لومړۍ موضوع دا ده چې د مصونتیا طرزالعملونه په سمه توګه نه دي پلي شوي په خاصه توګه د سیند په ترانسپورټي وسیلو کې. د اورګاډو د ټکر د موضوع په باب باید ووایم چې دا بیا هغه ستونزه په ګوتو کوي چې په دې برخه کې عدم هم آهنګي موجوده ده او دغه راز د ټکنالوژۍ کمبودي هم ترسترګو کېږي په خاصه توګه معلوماتي ټیکنالوژي،،.

دننګ وايي چې د اندونیزیا عامه ټرانسپورټ د یوه داسي حالت سره لاس او ګریوان دی چې مشتریان یې ډیر دي او تقاضا یې ډیره ده خو عرضه یې محدوده.

په عین حال کې پر حکومت باندي انتقاد کونکي وايي چې د اوبو ترانسپورټي چارې د پامه غورځول شوي دي.

هیرو سوټومو په یوګیاکارتا کې د ګدجا مدا په پوهنتون کې د ترانسپورټ او لوژستیک د چارو د تحقیاتي مرکز ریْس دی.

هغه په دې باب داسي وايي،،د هوايي ترانسپورټ په پرتله د اوبو د ترانسپورټي چارو د عصري کولو دپاره ډیر لږ هلې ځلې روانې دي.،،

د یادونې وړ ده چې اندونیزیا د ۱۷ زرو نه زیاتو وچو نه تشکیل شوې ده او د اوبو پر ترانسپورټ باندي زیاته تکیه کوي. خو دواړه د اوبو او د اورګادو خدمات یې کمزورې او غیر موثره مصونتیا لري.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG