د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیایي الوتکې لکۍ وموندل شوه


د ایر ایشیا د لویدلې الوتکې لکۍ وموندل شوه
د ایر ایشیا د لویدلې الوتکې لکۍ وموندل شوه

د اندونیزیا د ملي پلټنې او ژغورنې د ادارې مشر هینري بمبنگ سولستیو خبریالانو ته وویل که څه هم د سمندر تیاره اوبه او زوروې څپې د پلټنې د عملیاتو په وړاندې خنډ و، خو پلټونکو وشو کړای چې د الوتکې د هغې په موندل شوې سترې ټوټې عکس واخلي چې د یوې اندونیزیایي بیړۍ له خوا په نښه شوې وه.

ښاغلي سولستیو وویل"زه د دې عکسونو له مخې چې د پردې پر مخ یې گورئ تائیدوم چې دا د ایرایشیا د الوتکې لکۍ ده. دلته په څرگند ډول د لکۍ برخه معلومیږي ځکه د ( پي، کې، ای اکس) توري پرې لیکل شوي دي."

د الوتکې د دې برخې موندل په ځانگړې توگه ځکه مهم دي چې د پیلوت او د پرواز مالومات پکې ثبت شوي دی. یا په بله معنی د الوتکې تور بکسونه د الوتکې د لکۍ په برخې کې ځای پر ځای شوي وي.

د دې الوتکې نورې کوچنۍ برخې لکه څوکۍ، دروازې او داسې نور شیان تر دې مخکې موندل شوي وو.

خو ښاغلی سویلستیو ټینگار کوي چې د الوتکې د تورو بکسونو تر څنگ د مړو موندل هم لومړيتوب لري.

تراوسه پورې ۴٠ مړي موندل شوي دي.

دغه دوه ماشینه ایربس ٣٢٠ ډوله الوتکه د دسمبر په اته ویشتمه د اندونیزیا او سنیگاپور تر منځ د دوه ساعته واټن په نیمايي کې ولویدله او ټول مسافر او عمله پکې ووژل شول.

د دې الوتکې د لویدلو لامل لا تر اوسه څرگند ندی خو باور کیږي چې کیدای شي خرابه هوا د الوتکې د لویدلو یو لامل وي.

XS
SM
MD
LG