د لاس رسي وړ اتصالات

یوه بیړۍ چې افغان مهاجرین په کې سپاره و ډوبه شوې


یوه بیړۍ چې افغان مهاجرین په کې سپاره و ډوبه شوې

یوه بیړۍ چې افغان مهاجرین په کې سپاره و ډوبه شوې

اسوشیټډ پرس خبري اژانس وایي د ژغورنې کسان نن د یکشنبې په ورځ په هغو دوه سوه کسانو پسي لټون کوي چې داسي ویره شته چې د اندونیزیا د جاوا ټاپو ته څیرمه د بېړې د ډوبیدوه نه وروسته به چې ډیر زیات خلک په کې سپاره شوی وو، مړه شوی وي.

تراوسه پوري ٣٣ کسه د سمندر د سختو څپو نه ژوندي ایستل شویدی.

د اتو او لس کلونو دوه ماشومان چې د ټوټه شوې بیړۍ په یوې پرچې پوري کلک نښتي وو، د بیړۍ د ډوبیدو نه پنځه ساعته وروسته ژوندي وموندل شول.

دا بیخې معجزه وه چې دوي ژوندی پاتې شویدي. دا د ژغورنې د ډلې د یوه غړي خبره ده.

په دغه بیړۍ کې ٢٥٠ تنه سپاره وو.

دوي د افغانستان ، عراق او ترکیې خلک وو چې د اقتصادي او سیاسي سختیو له کبله استرالیا ته روان وو چې پرون ناوخته د جاوا د ټاپو د ساحل د جنوب نه ٣٢ کیلومتره لیري یی بیړۍ طوفان واخیسته اوډوبه شوه.

د ژغورنې د عملیاتو د څارنې د پولیسو یو صاحب منصب وویل چې په دې بیړۍ کې د حد نه بیخي ډیر خلک ناست وو.

د سمندر قوي څپو بیړۍ ښورولې ده ، سپرلی وارخطا شوي ، یو بل یی ټیل وهلې او بیړی ډوبه شوې او بالاخره په تورو اوبو کې ورکه شویده.

د مقاماتو تمه نن وشلیده چه نور به څوک ژوندی پاتې وي.

اندونیزیا چه ٢۴٠ ملیونه نفوس لري، او څه باندې اتلس ټاپو گان په کې دي په زیاترو سواحلو کې یې گزمې نشته نو ځکه مهاجرو د قاچاقي ترانزیت مهم ځای بلل کېږي.

زیاتره خلک په بیړیو کې له خطره ډک سفر ته غاړه ایږدي ، او هلته په زندانونو کې پریوزي.

XS
SM
MD
LG